Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 17:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 هغوئ يو بل ته ووئيل، ”هغۀ ته ګورئ. هغۀ ته غوږ ونيسئ چې هغه وائى چې زما سره جنګ وکړئ. ساؤل بادشاه دا وعده کړې ده چې څوک دے ووژنى نو هغۀ له به يو لوئ اِنعام ورکړى، بادشاه به هغه کس له خپله لور هم ورکوى او د هغۀ خاندان به د محصُول ورکولو نه آزاده وى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 17:25
11 Iomraidhean Croise  

تاسو ته د دې اجازت نشته چې د اِمامانو، ليويانو، موسيقارانو، څوکيدارانو، کاريګرو، يا د بل هر هغه چا نه محصُول، جزيه او پېسې واخلئ چې د چا تعلق د خُدائ پاک د دې کور سره وى.


پطروس جواب ورکړو چې، ”د پردو نه.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”نو بيا خو د دوئ خپل خلق معاف دى.


کالب وفرمائيل، ”زۀ به خپله لور عکسه هغه سړى له ورکړم چې وادۀ يې کړى چې کوم سړے د قِريَت‌سِفر په قبضه کولو کښې کامياب شى.“


د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې کامياب شى نو زۀ به هغوئ ته پټ شوى من او يو سپين کاڼے ورکړم او په هغه سپين کاڼى به يو نوے نوم ليکلے شوے وى چې صرف هغه چا ته يې پته ده چا ته چې دا کاڼے ورکړے شوے وى.


د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې بريالے شى نو زۀ به د ژوندون د ونې نه د مېوې د خوړلو اختيار ورکړم چې د خُدائ پاک په جنت کښې ولاړه ده.


هر هغه څوک چې کامياب شى نو هغوئ به زما د خُدائ د کور ستن شى، او هغوئ به هر وخت په هغې کښې اوسيږى. زۀ به په هغوئ د خپل خُدائ نوم وليکم او هغوئ به زما د خُدائ پاک د ښار اوسېدونکى شى يعنې د نوې يروشلم کوم چې د آسمان نه ښکته راځى او زۀ به پرې خپل نوے نوم وليکم.


هر څوک چې کامياب شى هغه به ما سره په تخت کښېنى، لکه څنګه چې زۀ په خپله کامياب شوم او د خپل پلار سره د هغۀ په تخت کښېناستم.


هر هغه څوک چې کامياب شى نو هغوئ ته به دغسې سپينې جامې وراغوستلے شى او د هغوئ نوم به زۀ هيڅکله هم د ژوندون د کِتاب نه ونۀ باسم او زۀ به د خپل پلار او د هغۀ د فرښتو د وړاندې دا اعلان وکړم چې هغوئ زما خپل دى.


کله چې بنى اِسرائيلو جوليت وليدو، نو هغوئ د يرې نه منډه کړه.


نو هغوئ ورته ووئيل چې څوک جوليت ووژنى نو د هغۀ دپاره به دا اِنعام وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan