Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 17:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 داؤد په ورپسې سحر وختى پاڅېدو، بل څوک يې د ګډو ذمه وار پرېښودو، خوراک يې واخستلو او چې څنګه ورته يَسى وئيلى وُو نو هم هغسې لاړو. هغه هم په هغه وخت کېمپ ته ورسېدو چې بنى اِسرائيليان د جنګ دپاره صفونو جوړولو له روان وُو او د جنګ چغې يې وهلې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 17:20
9 Iomraidhean Croise  

يو وخت به په تا داسې راشى چې ستا دشمنان به ستا محاصره وکړى، هغوئ به ستا نه چاپير شى او د هرې خوا نه به دې راګېر کړى.


په بل سحر يشوَع او ټول اِسرائيليان وختى پاڅېدل. او د شطيم کېمپ نه روان شول او اُردن ته لاړل او هلته يې خېمې ولګولې او انتظار يې کولو چې د هغه ځائ نه پورې غاړه واوړى.


په ورپسې سحر وختى هغه د ساؤل لټولو له لاړو. هغه خبر شو چې ساؤل د کرمل ښار ته تلے وو، چرته چې هغۀ د ځان دپاره يادګارى ستنه جوړه کړه او بيا جِلجال ته لاړو.


ساؤل بادشاه، ستا وروڼه او نور ټول بنى اِسرائيليان د ايله په وادۍ کښې دى او د فلستيانو سره جنګ کوى.“


فلستى او بنى اِسرائيلى لښکرو يو بل ته مخامخ د جنګ دپاره صفونه جوړ کړل.


د داؤد مشر ورور اِلياب د داؤد خبرې واورېدلې چې د سړو سره يې کولې. هغه داؤد ته سخت غصه شو او ورته يې ووئيل، ”تۀ دلته څۀ کوې؟ ستا د ګډو خيال څوک ساتى چې کومې په بيابان کښې دى؟ ما ته پته ده چې تۀ څومره مغروره يې او ستا په زړۀ کښې څومره فساد دے. تۀ صِرف د جنګ ليدو له راغلے يې.“


نو هغه راووتلو او هم هغه ځائ ته راغلو چرته چې د ساؤل او د ساؤل د لښکر مشر د نير زوئ ابنير ملاست وو. ساؤل په کېمپ کښې دننه څملاستو او د هغۀ سړو ګېرچاپېره خېمې ولګولې.


نو په هغه شپه داؤد او ابيشے د ساؤل خېمو ته ننوتل او وې ليدل چې ساؤل د کېمپ په مينځ کښې ملاست وو او د هغۀ نېزه د هغۀ د سر سره نزدې په زمکه کښې ښخه وه. ابنير او فوجيان د هغۀ نه ګېرچاپېره ملاست وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan