19 ساؤل بادشاه، ستا وروڼه او نور ټول بنى اِسرائيليان د ايله په وادۍ کښې دى او د فلستيانو سره جنګ کوى.“
او دا لس پنير مشر آفسر له يوسه. دا معلوم کړه چې ستا وروڼه څنګه دى او چې داسې څۀ نښه راوړې چې د هغې نه دا ښکاره شى چې تا هغوئ وليدل او هغوئ ښۀ دى.
ساؤل او د بنى اِسرائيلو لښکر د ايله وادۍ سره راغونډ شُو او د فلستيانو خِلاف يې صفونه جوړ کړل.
داؤد په ورپسې سحر وختى پاڅېدو، بل څوک يې د ګډو ذمه وار پرېښودو، خوراک يې واخستلو او چې څنګه ورته يَسى وئيلى وُو نو هم هغسې لاړو. هغه هم په هغه وخت کېمپ ته ورسېدو چې بنى اِسرائيليان د جنګ دپاره صفونو جوړولو له روان وُو او د جنګ چغې يې وهلې.