17 يوه ورځ يَسى داؤد ته ووئيل، ”دا لس کلو وريتې دانې او لس روټۍ واخله او زر زر يې کېمپ ته خپلو وروڼو له يوسه.
هغوئ جامونه، د خاورو لوښى، بسترې او داؤد او د هغۀ د سړو دپاره خوراک هم راوړو لکه غنم، اوربشې، اوړۀ، وريتې دانې، کورښې، دالونه، شات، پنير، ماستۀ او داسې څۀ ګډې هم. هغوئ ته پته وه چې داؤد او د هغۀ سړى به په صحرا کښې اوږى، تږى او ستړى وى.
نو کۀ بيا تاسو چې دومره ګناهګاران يئ، په دې پوهېږئ چې خپل اولاد له ښۀ څيزونه ورکړئ، نو ستاسو آسمانى پلار به څومره ښۀ څيزونه هغه چا له ورکړى چې څوک يې ترېنه غواړى.
نو کۀ بيا تاسو چې دومره ګناهګاران يئ، په دې پوهېږئ چې خپل اولاد له ښۀ څيزونه ورکړئ نو ستاسو آسمانى پلار به څومره زيات روحُ القُدس هغه چا له ورکړى چې څوک يې ترې غواړى.“
د خوراک په وخت بوعز روت ته ووئيل، ”روټۍ واخله، او دا سرکې سره وخوره.“ نو هغه د لَوګرو سره کښېناسته، او بوعز څۀ وريتې دانې هم هغې له ورکړې. هغې دومره وخوړه چې پرې ښۀ مړه شوه، او څۀ خوراک پاتې هم شو.
جوليت څلوېښت ورځې هر سحر او ماښام بنى اِسرائيلو ته وئيل چې ما سره جنګ وکړئ.
ابىجيل زر زر دوه سوه روټۍ راټولې کړې، دوه د ميو نه ډکې مشکيزې، پينځۀ حلال شوى ګډان او لس کلو وريتې دانې، سل د کشمشو موټى او دوه سوه موټى د اوچو اينځرو يې واخستل او په خرونو يې بار کړل.