12 نو داؤد د يَسى زوئ وو، چې هغه په يهوداه کښې د بيتلحم افراتے وو. د يَسى اتۀ زامن وُو او په هغه وخت کښې چې ساؤل بادشاه وو، هغه يو بوډا سړے وو.
چې راحيل په حق ورسېده، نو هغه د اِفرات د لار په غاړه ښخه کړے شوه، چې هغه ځائ اوس د بيتلحم په نوم ياديږى.
د يَسى زوئ داؤد هغه سړے وو چې خُدائ پاک ورله شان او شوکت ورکړے وو، چې د يعقوب خُدائ پاک هغه د دې دپاره خوښ کړو چې بادشاه شى او هغه د بنى اِسرائيلو دپاره مشهور ثناء خوان هم وو. د داؤد آخرى خبرې دا وې:
مونږ د لوظ صندوق ذکر په اِفراته کښې واورېدلو، او مونږ هغه د يعريم په مُلک کښې وموندلو.
خو تۀ، اے د بيتلحم اِفراته، اګر کۀ تۀ د يهوداه په قبيلو کښې وړه يې، خو تا نه به ما دپاره هغه راشى څوک چې به د اِسرائيل سردار وى، د هغۀ نسب زوړ دے، او د پخوانۍ زمانې نه راروان دے.
او د يَسى نه داؤد بادشاه پېدا شو. داؤد د سليمان پلار وو، د هغۀ مور اول د اورِياه ښځه وه،
د هيروديس بادشاه په ورځو کښې د يهوديه په بيتلحم کښې عيسىٰ پېدا شو. د هغۀ د پېدايښت نه پس يروشلم ته د نمرخاتۀ طرف نه د ستورو عِلم لرونکى راغلل
”اے د يهوداه د زمکې بيتلحم ښاريې. تۀ د يهوداه په لويو ښارونو کښې هيڅکله هم ورکوټې نۀ يې، ځکه چې ستا نه به هغه سردار راوځى چې زما د خلقو بنى اِسرائيلو شپون به وى.“
د ګاونډ ښځو د ماشوم نوم عوبيد کېښودو. هغوئ هر چا ته وئيل، ”د نعومى کره ماشوم شوے دے.“ عوبيد د يَسى پلار شو، چې هغه د داؤد پلار وو.
يو سړے چې نوم يې القنه وو هغه راما ښار کښې اوسېدو. د هغۀ تعلق د اِفرائيم قبيلې سره وو، او د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې پاتې کېدو. هغه د يروحام زوئ او د اليهُو نمسے وو او هغه د توخُو د خاندان نه وو چې د صُوف د قبيلې يوه برخه وه.
بيا مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”تۀ به تر کومې پورې په ساؤل پسې خفګان کوې؟ هغه ما په بنى اِسرائيلو باندې د بادشاهۍ دپاره نامنظوره کړے دے. نو د زيتُونو لږ تېل واخله او بيتلحم ته لاړ شه هغه سړى له چې نوم يې يَسى دے، ځکه چې ما د هغۀ د زامنو نه يو کس خوښ کړے دے چې بادشاه شى.“
يو نوکر يې ووئيل، ”د بيتلحم د ښار، د يَسى يو زوئ دے هغه په موسيقۍ کښې ښۀ ماهِر دے. هغه تکړه او ښائسته سړے دے، هغه يو ښۀ فوجى او تقرير کوونکے دے. مالِک خُدائ د هغۀ مل دے.“
کله چې ساؤل او د هغۀ سړو دا واورېدل، نو هغوئ زړونه بائيلل او سخت ويرېدل.
ساؤل ترې نه تپوس وکړو، ”زلميه، تۀ د چا زوئ يې؟“ داؤد ورته وفرمائيل، ”زۀ د بيتلحم نه ستا د خِدمت کوونکى يَسى زوئ يم.“