1 فلستيان د يهوداه په ښار شوکه کښې د جنګ دپاره راغونډ شول، هغوئ د شوکه او عزيقه په مينځ کښې په يو ځائ کښې کېمپ ولګولو چې نوم يې اِفسدميم وو.
هغه د داؤد په ملګرتيا کښې د فسدميم په جنګ کښې د فلستيانو خِلاف وجنګېدو. کله چې بنى اِسرائيلو د فلستيانو نه تښتېدل شروع کړل نو هغه د اوربشو په يو پټى کښې وو،
بيتصور، شوکو، عدولام،
په هغه وخت کښې فلستيانو د نمرپرېواتۀ په طرف د غرونو په لمن کښې او په جنوبى يهوداه کښې په ښارونو باندې حملې کولې. هغوئ د بيتشمس، ايالون، جديروت، شوکو، تمنت او جِمسو ښارونه او ورسره خواوشا علاقو کښې کلى هم قبضه کړل او هلته پاخۀ دېره شول.
په هغه وخت کښې د بابل بادشاه لښکرو د يروشلم او د يهوداه د نورو ښارونو په خلاف جنګ کولو کوم چې لکيس او عزيقه وُو. صرف دا مضبوط ښارونه وُو چې د قبضې نه پاتې شوى وُو.
يرموت، عدولام، شوکه، عزيقه،
په هغه مُلک کښې پينځۀ فلستى ښارونه پاتې شول، ټول کنعانيان، صيدانيان او حِويان چې د بعل حرمون غر نه واخله د حمات درې پورې د لبنان په غرونو کښې اوسېدل.
فلستيان د بنى اِسرائيلو خِلاف د جنګ دپاره راغونډ شول، د هغوئ سره دېرش زره جنګى ګاډۍ وې، شپږ زره په آسونو سوارۀ کسان او دومره ډېر فوجيان ورسره وُو لکه چې په سمندر کښې څومره شګې دى. هغوئ د بيتآون نمرخاتۀ طرف ته مِکماس ته لاړل او هلته يې خېمې ولګولې.
د هغې نه پس، ساؤل په فلستيانو پسې نور لا نۀ ړو او هغوئ خپلې علاقې ته لاړل.
چې تر کومې پورې هغه ژوندے وو، نو هغۀ به د فلستيانو خِلاف ډېر سخت جنګونه کول. نو چې کله هم هغۀ ته يو سړے مِلاوېدو چې مضبوط يا تکړه وو، نو هغۀ به هغه په خپل لښکر کښې شاملولو.
کله چې فلستيان خبر شول چې بنى اِسرائيل په مصفاه کښې راغونډ شوى دى، فلستى بادشاهان د خپلو سړو سره د هغوئ خِلاف جنګ له راووتل. بنى اِسرائيليان د دې نه خبر شول او ويرېدل،