Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 16:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 سموئيل هم هغه شان وکړل چې څۀ ورته مالِک خُدائ فرمائيلى وُو او بيت‌لحم ته لاړو، هلته د ښار مشران په يره يره کښې د هغۀ سره مِلاوېدو دپاره راغلل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”د امن په نيت راغلے يې کۀ نه؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 16:4
13 Iomraidhean Croise  

چې راحيل په حق ورسېده، نو هغه د اِفرات د لار په غاړه ښخه کړے شوه، چې هغه ځائ اوس د بيت‌لحم په نوم ياديږى.


زۀ داسې ستا د مور راحيل په خاطر کوم. چې کله زۀ د مسوپتاميه نه واپس راتلم، نو هغه اِفرات ته نزدې د کنعان په مُلک کښې زما د ډېر غم سره وفات شوه. ما هغه د اِفرات د لارې په غاړه ښخه کړه.“ اِفرات اوس د بيت‌لحم په نوم مشهور دے.


داؤد د مالِک خُدائ نه ويرېدو او وې فرمائيل، ”زۀ اوس د لوظ صندوق ځان سره واپس څنګه يوسم؟“


هغه ښځې الياس ته ووئيل، ”د خُدائ پاک پېغمبره دا تا ما سره څۀ کړى دى؟ تۀ دلته د دې دپاره راغلے يې چې خُدائ پاک ته زما ګناهونه راياد کړې او زما د زوئ د مرګ سبب وګرځې؟“


بيا ادونياه چې د هغۀ مور حجيت وه، بت‌‌سبع له لاړه چې هغه د سليمان مور وه. هغې ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ د خېر دپاره راغلې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”آو.“


يورام ترې نه تپوس وکړو، ”خېر خو دے څنګه راغلې؟“ ياهُو ورته ووئيل، ”خېر به څنګه وى، چې په مونږ کښې هغه کوډې او بُت پرستى موجوده وى چې ستا مور ايزبل شروع کړې دى؟“


کله چې زۀ د خپلو خلقو په دشمنانو د ازمرى په شان وغورېږم نو زما خلق به په ما پسې راروان شى. هغوئ به د نمرپرېواتۀ طرف نه په منډه منډه راشى.


نو دا ځکه ما د خپلو پېغمبرانو په لاس تاسو ټوټې ټوټې کړئ، او د خپلې خولې په کلام مې تاسو ووژلئ. زما د اِنصاف رڼا لکه د نمر راخېژى.


نو دغه شان يوسف هم د ګليل د ناصرت نه يهوديه ته لاړو چې د داؤد په ښاريه بيت‌لحم کښې خپل نوم وليکى ځکه چې هغه د داؤد د خاندان نه وو.


کله چې شمعون پطروس دا نظاره وليدله نو د عيسىٰ په پښو پرېوتو او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، زما نه لاړ شه ځکه چې زۀ ګناه ګار يم.“


نو د ګِراسينيانو د مُلک ټولو خلقو عيسىٰ ته مِنت زارى وکړه چې د دې علاقې نه لاړ شه. ځکه چې هغوئ ډېر يرې اخستى وُو. نو هغه کشتۍ ته وختلو او واپس لاړو.


داؤد په نوب کښې اخيمُلک اِمام له لاړو. اخيمُلک ورله مِلاوېدو دپاره د يرې نه په ريږدېدو راووتلو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ يواځې ولې يې او چې يو کس هم درسره نشته؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan