3 يَسى قربانۍ له راوغواړه او زۀ به تا ته ووايم چې څۀ به کوې. زۀ چې کوم سړے درته ښايم نو د نښې په طور به تۀ د هغۀ سر په تېلو غوړ کړې چې بادشاه جوړ شى.“
دوه سوه سړى د هغۀ سره د ابىسلوم په دعوت باندې يروشلم ته تلى وُو، هغوئ ته د دې منصوبې په حقله هيڅ پته نۀ وه او ټول په صفا زړۀ تلى وُو.
چرته چې صدوق اِمام او ناتن پېغمبر هغه د بنى اِسرائيلو د بادشاه په توګه سر په تېلو غوړ کړى نو بيا بيګل وغږوئ او چغې کړئ چې سليمان بادشاه زندهباد.
نو د بنى اِسرائيلو ټول مشران په حبرون کښې داؤد له راغلل. هغۀ د مالِک خُدائ په مخکښې د هغوئ سره يو لوظ وکړو. هغوئ د مقررولو دپاره په هغۀ باندې تېل واچول او هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه شو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ د سموئيل په ذريعه وعده کړې وه.
تۀ به هغۀ ته هغه خبرې وښائې چې کومې به کوى. زۀ به ستاسو دواړو په خبرو کښې مدد وکړم او زۀ به تاسو دواړو ته ووايم چې څۀ به کوئ.
خو اوس پاڅه او ښار ته لاړ شه او درته به وښودلے شى چې تا ته څۀ کول په کار دى.“
”سبا تقريباً په دې وخت به زۀ د بنيامين د قبيلې يو سړے تا له درولېږم، د هغۀ سر په تېلو غوړ کړه چې هغه زما د خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه شى. او هغه به هغوئ د فلستيانو نه خلاص کړى. ما د خپلو خلقو تکليف ليدلے دے او د هغوئ فرياد مې اورېدلے دے.“