22 بيا ساؤل يَسى ته يو پېغام ولېږلو، ”داؤد زما ډېر خوښ دے. هغه پرېږده چې زما خِدمت کوى.“
لابن هغۀ ته ووئيل، ”کۀ زۀ ستا په نظر کښې ښۀ يم نو يوه خبره به وکړم، ما ته غېبانه پته لګېدلې ده چې هم ستا په وجه مالِک خُدائ ما له برکت راکړے دے.
نو فوطيفار د هغۀ نه خوشحال وو او هغه يې خپل ذاتى خِدمتګار او د خپل کور مشر يې جوړ کړو او خپل هر څۀ يې هغۀ ته وسپارل.
زما زړۀ کبرژن نۀ دے اے مالِکه خُدايه، زما سترګې مغروره نۀ دى او نۀ خپل ځان په غټو مسائيلو کښې راګېروم، او نۀ په هغه حېرانونکى څيزونو کوم چې زما د فکر نه بهر دى.
نو بادشاه د خپل دربار د شاهى دسترخوان نه هغوئ ته د خوراک خوړلو او د ميو څښلو حکم ورکړو. دوئ ته به درې کاله تربيت ورکړے شى او د دې نه وروستو به دوئ د بادشاه د خِدمت دپاره حاضر شى.
خو د خپل مددګار، د نون زوئ يشوَع، حوصله مضبوطه کړه. هغه به اِسرائيليان بوځى چې هغه مُلک قبضه کړى.
داؤد ساؤل له راغلو او د هغۀ خِدمت يې شروع کړو. د ساؤل هغه ډېر خوښ شو او هغه يې خپل د وسلې وړونکے سړے جوړ کړو.
د هغې وخت نه واخله چې کله به هم د خُدائ پاک رالېږلے شوے پيرے په ساؤل راتلو، نو داؤد به د هغۀ رباب واخستو او ووبه يې غږولو او ساؤل به لږ شان ښۀ شو او ورو ورو به نور هم ښۀ کېدو او پيرے به د هغۀ نه لاړو.