21 داؤد ساؤل له راغلو او د هغۀ خِدمت يې شروع کړو. د ساؤل هغه ډېر خوښ شو او هغه يې خپل د وسلې وړونکے سړے جوړ کړو.
ستا ښځې څومره خوش قسمته دى او ستا نوکران څومره خوش قسمته دى، هغوئ هر وخت ستا په وړاندې وى او ستا د حِکمت خبرې اورېدے شى.
دا بهتره ده چې په مالِک خُدائ کښې پناه واخلم، نه چې په شهزادګانو توکل وکړم.
او په شهزادګانو توکل مۀ کوئ، په فانى انسان توکل مۀ کوئ څوک چې خلاصون نۀ شى ورکولے.
عام خلق څۀ حيثيت نۀ لرى د هغۀ په وړاندې، زورَور خلق هم هغه نۀ دى کوم چې دوئ ښکارى، کۀ هغوئ ټول په تله وتلى دا به د هوا نه هم سپک وى.
تۀ داسې يو کس وينې، څوک چې په خپل کار کښې ماهر وى؟ هغه به د عامو خلقو خِدمت نۀ کوى، خو د بادشاهانو خِدمت به کوى.
خو د خپل مددګار، د نون زوئ يشوَع، حوصله مضبوطه کړه. هغه به اِسرائيليان بوځى چې هغه مُلک قبضه کړى.
په هغه وخت مالِک خُدائ د ليوى قبيلې سړى مقرر کړل چې د لوظ صندوق وړى او د اِمامانو په توګه د هغۀ خِدمت کوى او د هغۀ په نوم برکت غواړى. او تر اوسه پورې د هغوئ دا ذمه وارۍ دى.
نو هغۀ زر هغه زلمے راوغوښتلو کوم چې د هغۀ وسله وړله او حُکم يې ورکړو، ”خپله تُوره راوباسه او ما ووژنه. زۀ دا نۀ غواړم چې څوک ووائى چې زۀ يوې ښځې وژلے يم.“ نو هغه زلمى ترې نه تُوره په بل طرف وويستله او هغه مړ شو.
بيا ساؤل يَسى ته يو پېغام ولېږلو، ”داؤد زما ډېر خوښ دے. هغه پرېږده چې زما خِدمت کوى.“
داؤد به وخت په وخت بيتلحم ته تلو راتلو، چې د خپل پلار د ګډو خيال وساتى.
کله چې ساؤل وليدل چې داؤد د جوليت سره جنګ له روان دے، نو هغۀ د ابنير نه تپوس وکړو، چې کوم يې د خپل لښکر مشر وو، ”ابنيره، دا د چا زوئ دے؟“ ابنير ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، ما ته هيڅ پته نشته.“
نو يونتن داؤد راوغوښتو او هر څۀ يې ورته ووئيل، بيا يې هغه ساؤل له بوتلو او داؤد د مخکښې په شان په دربار کښې خِدمت کولو.