20 يَسى، ساؤل ته د چېلۍ د يو بچى سره خپل زوئ داؤد ولېږلو، چې ورسره په روټۍ بار کړے خر او يوه د ميو ډکه مشکيزه هم وه.
خپل پلار هغوئ ته وفرمائيل، ”کۀ هم دغه شان کيږى، نو د دې مُلک د ټولو نه ښۀ څيزونه په خپلو بوجو کښې کېږدئ او هغه مشر له يې په تُحفه کښې يوسئ، لږ عطر، شات، خوشبودارې مصالحې، پسته او بادام.
تحفه د انسان دپاره لار خلاصوى، او د هغۀ لاس تر غټو خلقو پورې رسوى.
خو څۀ شريرانو خلقو ووئيل، ”دا سړے به مونږ څنګه بچ کړى؟“ هغوئ د ساؤل سپکاوے وکړو او تُحفې يې ورله رانۀ وړې. خو ساؤل هيڅ جواب ورنۀ کړو.
هغوئ به په تاسو سلام واچوى او دوه روټۍ به درته پېش کړى، هغه تاسو قبولې کړئ.
نو ساؤل يَسى ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”ما له ستا زوئ داؤد راولېږه، کوم چې د ګډو خيال ساتى.“
او دا لس پنير مشر آفسر له يوسه. دا معلوم کړه چې ستا وروڼه څنګه دى او چې داسې څۀ نښه راوړې چې د هغې نه دا ښکاره شى چې تا هغوئ وليدل او هغوئ ښۀ دى.
ابىجيل زر زر دوه سوه روټۍ راټولې کړې، دوه د ميو نه ډکې مشکيزې، پينځۀ حلال شوى ګډان او لس کلو وريتې دانې، سل د کشمشو موټى او دوه سوه موټى د اوچو اينځرو يې واخستل او په خرونو يې بار کړل.