Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 16:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 نو ساؤل يَسى ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”ما له ستا زوئ داؤد راولېږه، کوم چې د ګډو خيال ساتى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 16:19
12 Iomraidhean Croise  

الياس لاړو او وې ليدل چې اليشع د غوَيو په يوه قلبه باندې يوه کوله، د هغۀ نه مخکښې يوولس سړى د قلبو سره وُو او هر يو سړى په يوه قلبه باندې يوه کوله. نو الياس خپله پېغمبرى چُوغه وويستله او اليشع ته يې ورواغوستله.


هغوئ د شهزادګانو سره کښېنوى، او تر دې هغوئ د خپلو شهزادګانو سره کښېنوى.


د عاموس پېغام، چې د تقوع ښار يو شپون وو. دا هغه پېغام دے څۀ چې هغۀ د زلزلې نه دوه کاله مخکښې د اِسرائيل په حقله په رويا کښې وليدل، کله چې عُزياه د يهوداه بادشاه وو او يربعام د يهوآس زوئ د اِسرائيل بادشاه وو.


هغۀ ترې نه بيا تپوس وکړو، ”ستا نور زامن شته څۀ؟“ يَسى ورته ووئيل، ”د ټولو نه کشر پاتې دے، خو هغه بهر د ګډو خيال ساتى.“ سموئيل ورته وفرمائيل، ”هغه راوغواړه چې دلته راشى. مونږ به تر هغې قربانى نه پېش کوُو چې هغه راغلے نۀ وى.“


يو نوکر يې ووئيل، ”د بيت‌لحم د ښار، د يَسى يو زوئ دے هغه په موسيقۍ کښې ښۀ ماهِر دے. هغه تکړه او ښائسته سړے دے، هغه يو ښۀ فوجى او تقرير کوونکے دے. مالِک خُدائ د هغۀ مل دے.“


يَسى، ساؤل ته د چېلۍ د يو بچى سره خپل زوئ داؤد ولېږلو، چې ورسره په روټۍ بار کړے خر او يوه د ميو ډکه مشکيزه هم وه.


داؤد به وخت په وخت بيت‌لحم ته تلو راتلو، چې د خپل پلار د ګډو خيال وساتى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan