17 ساؤل هغوئ له حُکم ورکړو، ”ما له يو داسې سړے ولټوئ چې هغه بينجو ښۀ غږولے شى او ما له يې راولئ.“
نو صاحِبه، مونږ له حُکم راکړه چې مونږ داسې سړے ولټوُو چې هغه رباب غږولے شى. بيا چې کله هغه پېرى په تا راشى، نو هغه سړے به بينجو وغږوى او تۀ به ټيک شې.“
يو نوکر يې ووئيل، ”د بيتلحم د ښار، د يَسى يو زوئ دے هغه په موسيقۍ کښې ښۀ ماهِر دے. هغه تکړه او ښائسته سړے دے، هغه يو ښۀ فوجى او تقرير کوونکے دے. مالِک خُدائ د هغۀ مل دے.“