16 نو صاحِبه، مونږ له حُکم راکړه چې مونږ داسې سړے ولټوُو چې هغه رباب غږولے شى. بيا چې کله هغه پېرى په تا راشى، نو هغه سړے به بينجو وغږوى او تۀ به ټيک شې.“
ستا ښځې څومره خوش قسمته دى او ستا نوکران څومره خوش قسمته دى، هغوئ هر وخت ستا په وړاندې وى او ستا د حِکمت خبرې اورېدے شى.
اوس ما له د موسيقۍ والا راوله.“ نو کله چې هغۀ موسيقى وغږوله، نو مالِک خُدائ په اليشع باندې وحى نازله کړه،
بيا به تاسو په جبعه کښې د خُدائ پاک غر ته لاړ شئ، چرته چې د فلستيانو کېمپ دے. ښار ته د ننوتلو په ځائ کښې به تاسو د پېغمبرانو يوې قبيلې سره مِلاو شئ چې په غرۀ باندې د قربانګاه نه راکوزيږى، بينجو، تمبل، شپېلۍ او رباب به غږوى. او هغوئ به په جذبه کښې پېغام ورکوى.
د مالِک خُدائ روح د ساؤل نه لاړو او د مالِک خُدائ رالېږلے شوى پېرى هغه ونيولو.
د هغۀ نوکرانو هغۀ ته ووئيل، ”مونږ ته پته ده چې تۀ د مالِک خُدائ رالېږلے شوى پېرى نيولے يې.
ساؤل هغوئ له حُکم ورکړو، ”ما له يو داسې سړے ولټوئ چې هغه بينجو ښۀ غږولے شى او ما له يې راولئ.“
په ورپسې ورځ د خُدائ پاک د طرف نه يو پېرى ساؤل ناڅاپه ونيولو، نو هغۀ په خپل کور کښې د ليونى په شان چغې وهلې. داؤد بينجو غږوله لکه چې هغۀ به هره ورځ غږوله او ساؤل نېزه په لاس کښې نيولې وه.
يوه ورځ د مالِک خُدائ رالېږلے شوى پېرى ساؤل ونيولو. هغه په خپل کور کښې ناست وو او نېزه يې په لاس کښې وه او داؤد هلته خپله بينجو غږوله.