15 د هغۀ نوکرانو هغۀ ته ووئيل، ”مونږ ته پته ده چې تۀ د مالِک خُدائ رالېږلے شوى پېرى نيولے يې.
بيا خُدائ پاک د ابىمَلِک او د شِکم د خلقو په مينځ کښې دشمنى پېدا کړه او هغوئ د ابىمَلِک خِلاف بغاوت وکړو.
بيا مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”تۀ به تر کومې پورې په ساؤل پسې خفګان کوې؟ هغه ما په بنى اِسرائيلو باندې د بادشاهۍ دپاره نامنظوره کړے دے. نو د زيتُونو لږ تېل واخله او بيتلحم ته لاړ شه هغه سړى له چې نوم يې يَسى دے، ځکه چې ما د هغۀ د زامنو نه يو کس خوښ کړے دے چې بادشاه شى.“
د مالِک خُدائ روح د ساؤل نه لاړو او د مالِک خُدائ رالېږلے شوى پېرى هغه ونيولو.
نو صاحِبه، مونږ له حُکم راکړه چې مونږ داسې سړے ولټوُو چې هغه رباب غږولے شى. بيا چې کله هغه پېرى په تا راشى، نو هغه سړے به بينجو وغږوى او تۀ به ټيک شې.“
په ورپسې ورځ د خُدائ پاک د طرف نه يو پېرى ساؤل ناڅاپه ونيولو، نو هغۀ په خپل کور کښې د ليونى په شان چغې وهلې. داؤد بينجو غږوله لکه چې هغۀ به هره ورځ غږوله او ساؤل نېزه په لاس کښې نيولې وه.
يوه ورځ د مالِک خُدائ رالېږلے شوى پېرى ساؤل ونيولو. هغه په خپل کور کښې ناست وو او نېزه يې په لاس کښې وه او داؤد هلته خپله بينجو غږوله.