Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 16:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 هغۀ ترې نه بيا تپوس وکړو، ”ستا نور زامن شته څۀ؟“ يَسى ورته ووئيل، ”د ټولو نه کشر پاتې دے، خو هغه بهر د ګډو خيال ساتى.“ سموئيل ورته وفرمائيل، ”هغه راوغواړه چې دلته راشى. مونږ به تر هغې قربانى نه پېش کوُو چې هغه راغلے نۀ وى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 16:11
8 Iomraidhean Croise  

خو د هغۀ يو چالاک دوست وو چې نوم يې يوندب وو. دا سړے د داؤد د ورور د سِمعه زوئ وو.


نو زما خِدمت کوونکى داؤد ته ووايه چې زۀ ربُ الافواج هغۀ ته وايم چې ما تۀ په پټو کښې د ګډو شپونتوب نه بوتلې او د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه مې جوړ کړې.


نو زما خِدمت کوونکى داؤد ته ووايه چې زۀ ربُ الافواج هغۀ ته وايم چې ما تۀ په پټو کښې د ګډو د شپونتوب نه اوچت کړې او د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه مې جوړ کړې.


د موسىٰ سخر يترو د ميديان اِمام وو. يوه ورځ چې کله موسىٰ د هغۀ ګډې او چېلۍ څرولې، هغۀ رمه د بيابان نه واړوله او د خُدائ پاک غر سينا ته راغلو.


داسې يَسى اووۀ زامن سموئيل له راوستل. او سموئيل هغۀ ته وفرمائيل، ”نه، مالِک خُدائ دا يو هم نۀ دے خوښ کړے.“


د داؤد مشر ورور اِلياب د داؤد خبرې واورېدلې چې د سړو سره يې کولې. هغه داؤد ته سخت غصه شو او ورته يې ووئيل، ”تۀ دلته څۀ کوې؟ ستا د ګډو خيال څوک ساتى چې کومې په بيابان کښې دى؟ ما ته پته ده چې تۀ څومره مغروره يې او ستا په زړۀ کښې څومره فساد دے. تۀ صِرف د جنګ ليدو له راغلے يې.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan