Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 15:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 خو ساؤل او د هغۀ سړو د اجاج ژوند بچ کړو او ښې ګډې، څاروى او څورب سخى او ګډُورى يې ونۀ وژل او داسې نور ښۀ څيزونه يې هم تباه نۀ کړل، هغوئ صِرف هغه څيزونه تباه کړل چې کمزورى او بې‌کاره وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 15:9
10 Iomraidhean Croise  

کومو سړو چې د لوظ صندوق وړلو هغه يو شپږ قدمه تلى وُو، داؤد هغوئ ودرول او په دې دوران کښې هغۀ مالِک خُدائ ته د يو غوَيى او د يو څورب سخى قربانى پېش کړه.


بِن‌حدد هغۀ ته ووئيل، ”زما پلار چې ستا پلار نه کوم ښارونه اخستى وُو نو هغه به تا له واپس درکړم او تۀ په دمشق کښې د خپل ځان دپاره يو کاروبارى مرکز جوړولے شې، لکه څنګه چې زما پلار په سامريه کښې کړى وُو.“ اخى‌اب ورته ووئيل، ”نو په دې شرطُونو به زۀ تا آزاد کړم.“ اخى‌اب د هغۀ سره يوه معاهده وکړه او بِن‌حدد يې پرېښودو چې لاړ شى.


دا خو به په ډېرو پېسو خرڅ شوې وے او پېسې به يې د چا غريبانانو په کار راغلې وے.“


کوم څيزونه چې تباه کولے شى د هغې نه به تاسو هيڅ هم نۀ اخلئ، کۀ چرې تاسو داسې وکړئ نو تاسو به د بنى اِسرائيلو په کېمپ باندې تکليف او تباهى راولئ.


په هغه څيزونو کښې چې مونږ لوټ کړى وُو ما په کښې يوه ښائسته بابلى چُوغه او تقريباً دوه کلو سپين زر او نيم کلو نه زياته د سرو زرو خښته وليده. هغه زما ډېر زيات خوښ شول نو ما واخستل. تۀ به وګورې چې هغه زما په خېمه کښې ښخ دى او په بېخ کښې يې سپين زر دى.“


بيا د مالِک خُدائ پېغام سموئيل ته راغلو،


ساؤل جواب ورکړو، ”زما سړو دا د عماليقيانو نه اخستى دى. هغوئ ښې ګډې او څاروى ساتلى دى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته يې د نذرانې په توګه پېش کړى. او باقى ټول مو بېخى تباه کړى دى.“


نو بيا تا د هغۀ فرمانبردارى ولې ونۀ وکړه؟ تا په مالِ غنيمت نيولو کښې تېزى ولې وکړه؟ او د مالِک خُدائ په نظر کښې داسې بد عمل دې ولې وکړو؟“


اوس لاړ شئ او په عماليقيانو حمله وکړئ او د هغوئ هر څۀ بېخى تباه کړئ. يو څيز هم مۀ پرېږدئ، سړى، ښځې، ماشومان او هغه ماشومان چې تے روى ووژنئ، څاروى، ګډې، اوښان او خرۀ هر څۀ ووژنئ.“


تا د مالِک خُدائ د حُکم نافرمانى کړې ده ځکه چې تا عماليقيان او د هغوئ هر څۀ تباه نۀ کړل. نو نن دا ځکه مالِک خُدائ تا سره داسې کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan