Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 15:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 هغۀ د عماليقيانو بادشاه اجاج ژوندے ونيولو او ټول خلق يې ووژل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 15:8
15 Iomraidhean Croise  

د ادوم، موآب، عمون، فلستيه او عماليق قومونو نه، هم داسې د هغه مالِ غنيمت حِصه هم چې هغۀ د هدد‌عزر نه اخستے وو.


او باقى ژوندى پاتې شوى افيق ښار ته وتښتېدل، چرته چې د هغوئ په اوويشت زره سړو باندې د ښار دېوالونه راوغورزېدل. بِن‌حدد هم ښار ته وتښتېدو او د يو کور په دنننۍ کوټه کښې پټ شو.


هلته هغوئ هغه پاتې شوى عماليقيان ووژل کوم چې تښتېدلى وُو او هغوئ تر ننه پورې هلته اوسېدل.


څۀ موده وروستو اخسويرس بادشاه همان نومې سړى له ترقى ورکړه او د وزيرانو مشر يې جوړ کړو. همان د اجاج د قوم همداتا زوئ وو.


کۀ په چا باندې د مرګ فېصله شوې وى نو هغه به خامخا وژلے شى او واپس به نۀ شى اخستلے.


دا به په اوبو مَړې شى او د هغوئ اولاد به لکه د زياتو اوبو په شان وى. د هغوئ بادشاه به د اجاج نه لوئ وى، او د هغۀ بادشاهى به اوچته وى.


هغۀ دا، د دې بادشاه او ګېرچاپېره ښارونه يې قبضه کړل. هغوئ هر يو کس ووژلو. يشوَع په دبير او د دې د بادشاه سره هم هغه شان کار وکړو چې څنګه کار يې د حبرون او لِبناه او د دې د بادشاه سره کړے وو.


يشوَع هغه ټول ښارونه او د دې بادشاهان ونيول، هر يو کس يې ووژلو، هم هغه شان چې څنګه د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ حُکم کړے وو.


صِرف د عى بادشاه ژوندے ګېر شو او يشوَع له بوتلے شو.


ساؤل جواب ورکړو، ”خو ما د مالِک خُدائ فرمانبردارى کړې ده. زۀ لاړم لکه څنګه چې هغۀ راته فرمائيلى وُو، اجاج بادشاه مې واپس راوستلو او ټول عماليقيان مې ووژل.


اوس لاړ شئ او په عماليقيانو حمله وکړئ او د هغوئ هر څۀ بېخى تباه کړئ. يو څيز هم مۀ پرېږدئ، سړى، ښځې، ماشومان او هغه ماشومان چې تے روى ووژنئ، څاروى، ګډې، اوښان او خرۀ هر څۀ ووژنئ.“


ساؤل دا حُکم هم وکړو چې د اِمامانو د ښار نوب ټول اوسېدونکى دې ووژلے شى، ښځې او سړى، ماشومان او تى رودونکى ماشومان، څاروى، خرۀ او ګډې، هر څۀ ووژلے شول.


نو درې ورځې پس داؤد او د هغۀ سړى صِقلاج ته راورسېدل او پته ورته ولګېده چې عماليقيانو د يهوداه جنوبى علاقه نيولې ده او په صِقلاج يې حمله کړې ده. هغوئ ښار سوزولے وو


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan