35 چې ترڅو پورې سموئيل ژوندے وو، نو هغۀ بيا هيڅکله ساؤل ونۀ ليدو، خو سموئيل ورباندې غمژن وو. مالِک خُدائ په دې پښېمانه وو چې ساؤل يې په بنى اِسرائيلو باندې بادشاه جوړ کړے وو.
نو هغه په خپلو کړو پښېمانه شو چې دوئ يې پېدا کړل او په زمکه يې آباد کړل. د هغۀ زړۀ مات شو
نو د ساؤل د لور ميکل، تر مرګه پورې بچى نۀ وُو.
د اوښکو سېلابونه مې د سترګو نه بهيږى ځکه چې ستا په شريعت باندې عمل نۀ کيږى
زۀ بېايمانانو ته سپک ګورمه ځکه چې دوئ ستا په کلام عمل نۀ کوى
ما تاسو ته په څو څو ځله د هغوئ په حقله وينا کړې ده، او اوس په اوښکو سره وايم چې ډېر خلق د مسيح د سولۍ د دشمنانو په شان ژوند تېروى.
”زۀ پښېمانه يم چې ما ساؤل بادشاه جوړ کړو، هغه زما نه اوړېدلے دے او زما حُکمونه يې نۀ دى منلى.“ سموئيل خفه وو او ټوله شپه يې مالِک خُدائ ته سوال زارى کوله.
بيا مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”تۀ به تر کومې پورې په ساؤل پسې خفګان کوې؟ هغه ما په بنى اِسرائيلو باندې د بادشاهۍ دپاره نامنظوره کړے دے. نو د زيتُونو لږ تېل واخله او بيتلحم ته لاړ شه هغه سړى له چې نوم يې يَسى دے، ځکه چې ما د هغۀ د زامنو نه يو کس خوښ کړے دے چې بادشاه شى.“
هغۀ خپلې جامې وويستلې او د سموئيل په مخکښې يې پېشګوئې ورکول شروع کړل او په هغه ټوله ورځ او ټوله شپه بربنډ پروت وو. (نو دا ځکه دا متل شروع شو، ”ساؤل پېغمبر جوړ شوے دے څۀ؟“)