34 بيا سموئيل راما ته لاړو او ساؤل بادشاه په جبعه کښې خپل کور ته لاړو.
په ورپسې سحر القنه او د هغۀ خاندان وختى پاڅېدل او د مالِک خُدائ د عبادت نه پس هغوئ په راما کښې واپس خپل کور ته لاړل. القنه د خپلې ښځې حنه سره څملاستو او مالِک خُدائ د هغې دُعا قبوله کړه.
ساؤل هم واپس په جبعه کښې خپل کور ته لاړو. يو څو تکړه سړى هم ورسره لاړل چې د هغوئ زړونه خُدائ پاک بدل کړى وُو.
پېغام وړُونکى جبعې ته ورسېدل، چرته چې ساؤل اوسېدو او کله يې چې ورته خبر بيان کړو نو خلقو په چغو چغو وژړل.
بيا به هغه واپس په راما کښې خپل کور ته تلو، هلته يې هم د قاضى په توګه خِدمت کولو. هغۀ په راما کښې مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه هم جوړه کړې وه.