32 سموئيل حُکم وکړو، ”د عماليقيانو بادشاه اجاج ما له دلته راولئ.“ اجاج هغۀ له ښۀ زړَور راغلو، خيال يې دا وو چې بچ به شى.
هر څوک چې د دهشت نه وتښتى نو په کنده کښې به وغورزيږى. څوک چې د کندې نه راوچت شى نو په دام کښې به ګرفتار شى، ځکه چې زۀ په موآب باندې د سزا وخت راولم، مالِک خُدائ فرمائى.
نو دا ځکه ما د خپلو پېغمبرانو په لاس تاسو ټوټې ټوټې کړئ، او د خپلې خولې په کلام مې تاسو ووژلئ. زما د اِنصاف رڼا لکه د نمر راخېژى.
کله چې هغوئ وائى چې، ”امن او سلامتى ده،“ نو ناګهانه به په هغوئ هلاکت راشى لکه څنګه چې په اُميدوارې ښځې د ماشوم پېدا کېدو درد راشى، نو هغه خلق به تښتېدلے نۀ شى.
بيا يشوَع وفرمائيل، ”د هغه غار خولۀ کولاو کړئ او هغه پينځۀ بادشاهان ما له بهر راوباسئ.“
هغې چې هر څومره لوئى او عياشى وکړه هم هغه هومره ورته عذاب او وير ورکړئ. هغه په زړۀ کښې دا وائى چې زۀ د تخت مَلِکه يم، زۀ به چرې هم د کونډو په شان ويرونه نۀ کوم.
جدعون د نوبح او يګبها نمرخاتۀ طرف ته د قافِلو په لاره لاړو او ناڅاپى يې په لښکر باندې حمله وکړه.
نو سموئيل د هغۀ سره واپس لاړو او ساؤل د مالِک خُدائ عبادت وکړو.
سموئيل ورته وفرمائيل، ”څنګه چې ستا تُورې ډېرې ميندې بېاولاده کړى دى، نو اوس به ستا مور هم بېاولاده شى.“ او هغۀ اجاج په جِلجال کښې د مالِک خُدائ قربانګاه په مخکښې ټوټې ټوټې کړو.