Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 15:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 اوس لاړ شئ او په عماليقيانو حمله وکړئ او د هغوئ هر څۀ بېخى تباه کړئ. يو څيز هم مۀ پرېږدئ، سړى، ښځې، ماشومان او هغه ماشومان چې تے روى ووژنئ، څاروى، ګډې، اوښان او خرۀ هر څۀ ووژنئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 15:3
20 Iomraidhean Croise  

هغۀ زما نه تپوس وکړو چې تۀ څوک يې، نو ما ورته ووئيل چې زۀ د عماليقى قبيلې يم.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا فتح د ياد ساتلو دپاره د ځان سره وليکه. يشوَع ته دا واوروه چې زۀ به عماليقيان مکمل تباه کړم.“


يو بُت ته هم چې سجده ونۀ لګوئ او نۀ يې عبادت وکړئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يو غېرتى خُدائ يم. زۀ هغه خلقو او د هغو اولادونو له د درېم او څلورم نسل پورې سزا ورکوم څوک چې زما نه کرکه کوى.


بيا بلعام په خپله رويا کښې عماليقيان وليدل او دا پېغام يې ورکړو، ”عماليقيان د ټولو نه زيات تکړه قوم دے، خو په آخر کښې به د همېشه دپاره ورک شى.“


نو اوس ټول هلکان ووژنئ او ورسره هغه ښځې هم ووژنئ چې پېغلې نۀ وى،


هغۀ دا، د دې بادشاه او ګېرچاپېره ښارونه يې قبضه کړل. هغوئ هر يو کس ووژلو. يشوَع په دبير او د دې د بادشاه سره هم هغه شان کار وکړو چې څنګه کار يې د حبرون او لِبناه او د دې د بادشاه سره کړے وو.


هغۀ په بهادرۍ سره جنګ وکړو او عماليقيانو له يې هم شکست ورکړو. هغۀ بنى اِسرائيليان د دشمن د ټولو حملو نه بچ کول.


او هغۀ تۀ د دې حُکم سره دې مقصد دپاره لېږلے وې چې د عماليقيانو ګناه ګار خلق تباه کړې. هغۀ تا ته ووئيل چې تر هغې پورې ورسره جنګ وکړه چې ټول ووژنې.


خو ساؤل او د هغۀ سړو د اجاج ژوند بچ کړو او ښې ګډې، څاروى او څورب سخى او ګډُورى يې ونۀ وژل او داسې نور ښۀ څيزونه يې هم تباه نۀ کړل، هغوئ صِرف هغه څيزونه تباه کړل چې کمزورى او بې‌کاره وُو.


ساؤل دا حُکم هم وکړو چې د اِمامانو د ښار نوب ټول اوسېدونکى دې ووژلے شى، ښځې او سړى، ماشومان او تى رودونکى ماشومان، څاروى، خرۀ او ګډې، هر څۀ ووژلے شول.


ټول سړى او ښځې به يې وژلې او د هغوئ ګډې، څاروى، خرۀ، اوښان او کپړې به يې ترې نه هم وړلې. بيا به واپس اکيس له راتلو.


په ورپسې ورځ سحر وختى داؤد په هغوئ حمله وکړه او تر ماښامه پورې يې ورسره جنګ وکړو. د څلورو سوو زلمو نه بغېر چې هغوئ په اوښانو سوارۀ او لرې وُو، بل يو کس هم ونۀ تښتېدو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan