25 خو اوس زۀ تا ته سوال کوم چې زما ګناه وبخښه او واپس زما سره لاړ شه، نو چې داسې زۀ د مالِک خُدائ عبادت وکړم.“
داؤد د زمکې نه پاڅېدو، وې لامبل، تېل يې ولګول او جامې يې بدلې کړې. بيا هغه لاړو او د مالِک خُدائ په کور کښې يې عبادت وکړو. کله چې هغه محل ته راواپس شو، هغۀ روټۍ راوغوښته. هغوئ روټۍ ورته کېښوده او هغۀ وخوړه.
نو اوس دا يو ځل زما ګناه معاف کړه او مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړه چې دا د مرګ افت زما نه لرې کړى.“
سموئيل جواب ورکړو، ”زۀ به تا سره واپس نۀ ځم. تا د مالِک خُدائ حُکم نامنظوره کړے دے او تۀ هغۀ په بنى اِسرائيلو د بادشاه په توګه نامنظوره کړے يې.“