Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 15:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 د هغۀ خِلاف سرکشى د تور جادو په شان خراب کار دے او غرور د بُت پرستۍ هومره ګناه لرى. تا د هغۀ حُکم نامنظوره کړو نو ځکه هغۀ تۀ د بادشاه په توګه نامنظوره کړې يې.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 15:23
36 Iomraidhean Croise  

لابن د خپلو ګډو نه وړۍ کلولو دپاره تلے وو او چې هغه نۀ وو نو راحيل د خپل پلار د کور بُتان پټ کړل.


راحيل د کور هغه بُتان راخستى وُو او هغه يې د اوښ د زين په کڅوړه کښې کېښودلى وُو او په هغې باندې ناسته وه. لابن هغه ټوله خېمه ولټوله، خو هغه يې ونۀ موندل.


نو تا د مالِک خُدائ حُکم ته سپک ولې کتلى دى؟ تا دا بد عمل ولې کړے دے؟ تا اورِياه حِتے په جنګ کښې وژلے دے، تا عمونيان پرېښودل چې هغه ووژنى او بيا تا د هغۀ ښځه بوتله.


خو زۀ به د هغۀ نه خپله نۀ ختمېدونکې مينه نۀ لرې کوم لکه څنګه چې ما د ساؤل نه لرې کړه، هغه مې د دې دپاره اخوا کړو چې تۀ بادشاه شې.


ساؤل ځکه مړ شو چې د مالِک خُدائ سره يې خيانت وکړو او د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى يې وکړه. هغۀ د کوډګرې ښځې په ذريعه د مړو د روحونو سره مشورې هم کولې.


او هغۀ سليمان ته وفرمائيل، ”زما زويه، زۀ تا ته وايم چې د پلار خُدائ پاک وپېژنه او د زړۀ د اخلاصه او د خپلې مرضۍ سره د هغۀ خِدمت کوه. هغه زمونږ ټول فکرونه او خواهشونه معلوموى. کۀ تۀ د هغۀ طلب کوې نو پېدا به يې کړې، خو کۀ تۀ د هغۀ نه اوړې، نو هغه به تا د تل دپاره پرېږدى.


ځکه چې هغه د سرکشۍ سره ګناه کوى، هغه ګستاخ دے، او هغه د خُدائ پاک خِلاف ډېرې خبرې کوى.“


هغوئ د خُدائ د کلام مخالفت کړے وو او هغوئ د خُدائ تعالىٰ د مشورې سپکاوے کړے وو.


کومه ښځه چې کوډې کوى هغه ژوندۍ مۀ پرېږدئ.


مِصريان به حوصله بائيلى او زۀ به د هغوئ منصوبې ګډې وډې کړم. هغوئ به د بُتانو، د مړو د روحونو والا نه او فالګرو نه مشورې اخلى.


کۀ څوک تاسو ته ووائى چې، ”د قسمت ښودونکو او مړو روحونو سره خبرو والا نه پته وکړئ، د هغوئ نه چې په نرى آواز سره يا په ګونګسو کښې خبرې کوى،“ هغوئ به وائى، ”د هر څۀ نه به ښۀ نۀ وى چې خلق د خپلو معبودانو سره مشوره وکړى؟ د ژوندو د خاطره مونږ د مړو د روحونو سره ولې مشوره ونۀ کړُو؟“


خو تاسو د خپل پلار نيکۀ نه هم زيات بد سلوک وکړو. ګوره چې څنګه تاسو هر يو زما د پيروى په ځائ د خپلو سرکشه او بدکاره زړونو خواهشاتو ته غوږ ونيولو.


نو ځکه بيا مالِک خُدائ په خپله فرمائى چې، زۀ اوس تا د زمکې د مخ نه اخوا کوم. په هم دې کال کښې به تۀ مړ شې، ځکه چې تا د مالِک خُدائ خلاف د سرکشۍ تعليم ورکړے دے.“


نو بيا په دې وجه مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به سمعياه نحلامى او د دۀ اولاد ته په يقين سره سزا ورکړم. د هغۀ د خاندان نه به څوک هم ژوندى پاتې نۀ شى، او نۀ به هغوئ هغه احسانونه او نعمتونه وګورى کوم چې زۀ د خپل غوره شوى قوم سره کوم، ځکه چې هغۀ زما خلاف خلقو ته د سرکشۍ کولو لمسون وکړو، مالِک خُدائ فرمائى.“


ما په خپله غصه کښې تاسو له بادشاهان درکړى دى او په قهر کښې مې درنه اخستى دى.


او د بنى اِسرائيلو به هم دغسې حال وى. تر ډېرې مودې به بادشاهان او آفسران نۀ لرى، نۀ به قربانۍ پېش کوى، نۀ به يې مقدسې ستنې وى او نۀ به يې اِمامان وى، او بُتان به هم ورسره نۀ وى.


هر يو سړے يا ښځه چې د مړو يا د پيريانو مشورې ورکوى هغه دې سنګسار کړے شى چې مړۀ شى، څوک چې دا کار کوى نو هغه به د خپل خُون ذمه وار وى.“


کۀ څوک د هغه خلقو نصيحت اورېدلو له ورځى چې د مړو د روحونو مشورې ورکوى، نو زۀ به د هغۀ نه مخ واړوم او زۀ به هغه نور د خپلو خلقو نه نۀ ګڼم.


د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت مۀ کوئ او د هغه خلقو نه مۀ يرېږئ کوم چې هلته اوسيږى. هغوئ له شکست ورکول مونږ ته آسان دى. مالِک خُدائ زمونږ مل دے او هغه خُدايانو له يې شکست ورکړے دے چې هغوئ يې بچ کول، نو مۀ يرېږئ.“


خو خُدائ پاک ساؤل لرې کړو او داؤد يې د هغۀ په ځائ بادشاه مقرر کړو، چې د چا په حقله چې خُدائ پاک داسې وفرمائيل، ”د يَسى زوئ داؤد زما په نقش قدم روان دے، هغه به زما ټوله رضا سر ته ورسوى.“


نو د خُدائ پاک د کور او د بُتانو په خپلو کښې د جوړښت امکان نشته، نو مونږ په خپله د ژوندى خُدائ پاک کور يُو لکه څنګه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به په خپله په هغوئ کښې اوسم او په هغوئ کښې به ګرځم، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى.“


بُت پرستى، جادوګرى، دشمنى، جګړې، کينه، بار بار غصه، خود غرضى، فتنې، پارټى بازى،


چې د کوم وخت نه ما تاسو پېژندلى يئ، تاسو د مالِک خُدائ خِلاف سرکشى کړې ده.


دا خبره مۀ هېروئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په بيابان کښې تاسو څنګه غصه کړو. د هغه ورځې نه واخله چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ تر ننه پورې چې دلته راورسېدلئ، تاسو د هغۀ خِلاف بغاوت کړے دے.


هغوئ په جِلعاد کښې د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې خلقو له راغلل او ورته يې ووئيل چې،


خو د ويرېدونکو، بې‌ايمانانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادوګرانو، بُت پرستانو او هر قسم دروغژن خلق به په هغه درياب کښې وى چې په کښې د ګوګړو اور بليږى، او دا دوېم مرګ دے.“


خو بهر هغه سپى دى کوم چې جادوګران، حرامکاران، قاتلان او بُت پرستان او د هغوئ ټولو د ژوند هر يو پل په دروغو روان دے.


خو اوس به ستا بادشاهى ختمه شى. ځکه چې تا د هغۀ نافرمانى کړې ده، مالِک خُدائ يو داسې سړے لټولے دے چې د هغۀ خوښ وو او هغه يې د خپلو خلقو بادشاه مقرر کړے دے.“


بيا مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”تۀ به تر کومې پورې په ساؤل پسې خفګان کوې؟ هغه ما په بنى اِسرائيلو باندې د بادشاهۍ دپاره نامنظوره کړے دے. نو د زيتُونو لږ تېل واخله او بيت‌لحم ته لاړ شه هغه سړى له چې نوم يې يَسى دے، ځکه چې ما د هغۀ د زامنو نه يو کس خوښ کړے دے چې بادشاه شى.“


ما، مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په تېره زمانه کښې دا وعده وکړه چې ستاسو خاندان او قبيله به د ټولو وختونو دپاره د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى. خو اوس زۀ دا وايم چې نور به داسې نۀ وى بلکې د دې په ځائ، څوک چې زما عزت کوى نو زۀ به د هغوئ عزت کوم او چې څوک زما بې‌عزتى کوى نو زۀ به د هغوئ سپکاوے کوم.


نو سموئيل مړ شوے وو او ټولو بنى اِسرائيلو په هغۀ ژړا کړې وه او د هغۀ په خپل ښار راما کښې يې ښخ کړے وو. او ساؤل د اِسرائيل مُلک نه کوډګر او جادوګر شړلى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan