Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 15:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 سموئيل ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ په سوزېدونکو نذرانو او قربانو باندې زيات خوشحاليږى او يا کۀ د هغۀ په خبره منلو باندې خوشحاليږى؟ بې‌شکه، تابعدارى د قربانۍ نه بهتره ده او د هغۀ په خبره عمل کول د ګډانو د وازګې د نذرانې نه بهتر دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 15:22
24 Iomraidhean Croise  

بيا هابيل د خپلو ګډو وړومبے ګډُورے راوستو او حلال يې کړو او د ټولو نه ښۀ اندامونه يې د مالِک خُدائ په حضور کښې پېش کړل. مالِک خُدائ د هابيل نه رضا شو او د هغۀ قربانى يې خوښه شوه،


اوس، کۀ تاسو زما فرمانبردارى وکړئ او زما په لوظ باندې ټينګ ودرېږئ، نو بيا به تاسو په ټولو خلقو کښې زما خپل خاص خلق يئ، هسې خو ټوله زمکه زما ده.


صداقت او اِنصاف کول مالِک خُدائ دا د قربانۍ نه زيات خوښوى.


کله چې تۀ د خُدائ پاک کور ته ځې نو چې څۀ کوې هغه ډېر خيال سره کوه. د اورېدلو دپاره د خُدائ پاک حضور ته تلل بهتر دى د کم عقلانو په شان د قربانو پېش کولو نه، خُدائ پاک ته بې‌سوچه نذرانې پېش کول بدعملى ده.


دا هغه لوظ دے چې کله ما ستاسو پلار نيکۀ سره په هغه وخت کښې کړے دے کله چې ما هغوئ د مِصر نه بهر راوويستل د هغه ځائ نه چې لکه د اور د بټۍ په شان وو. کۀ چرې تاسو زما د حکمونو پيروى وکړئ کوم چې ما تاسو له درکړى دى، نو بيا به تاسو زما قوم يئ، او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم.


کله چې ما ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه بهر راويستل نو ما بار بار دوئ ته خبردارے ورکړو چې زما تابعدارى وکړئ او تر نن ورځ پورې لګيا يم او هم دا خبردارے ورکوم.


تاسو اوس د خپلو طريقو او اعمالو اصلاح وکړئ او د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک تابعدارى وکړئ. نو بيا به مالِک خُدائ خپل سوچ بدل کړى او د کوم افت د نازلېدو منصوبه يې چې جوړه کړې ده هغه به نۀ نازلوى.


زۀ غواړم چې تاسو وفادارى وښايئ نه چې قربانى وکړئ. ستاسو د سوزېدونکو نذرانو نه زيات زۀ غواړم چې تاسو ما وپېژنئ.


هغوئ ما ته قربانۍ پېش کوى او د قربانۍ غوښې خورى. خو زۀ، مالِک خُدائ د هغوئ نه رضا نۀ يم، ما ته به د هغوئ ګناهونه ياد وى او سزا به ورته ورکړم، او هغوئ به مِصر ته واپس ځى.


کۀ چرې تاسو د دې په مطلب پوهه وئ چې، ”زۀ رحم خوښوم، قربانى نه،“ نو تاسو به بې‌ګناه خلق ګناه ګار کړى نۀ وُو.


اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس چې تاسو خو د پودينې د کاږو او د زېرې لسمه حِصه ورکوئ خو د شريعت معتبرې خبرې لکه اِنصاف، رحم او وفادارى مو پرېښې ده. په اصل کښې په کار دا وُو چې تاسو په دې هم عمل کولے او هغه مو هم نۀ پرېښودلے.


نو خپله قربانى په هغه ځائ پرېږده. لاړ شه، اول خپل ورور رضا کړه او بيا راشه او خپل نذر وړاندې کړه.


لاړ شئ او د دې صحيفو په معنىٰ ځان پوهه کړئ چې، ”زۀ رحم غواړم، نه چې قربانى.“ زۀ د دې دپاره نۀ يم راغلے چې صادقانو ته دعوت ورکړم بلکې ګناهګارانو ته.“


او د هغۀ سره په پوره زړۀ او په پوره پوهې او په خپل ټول طاقت سره مينه کوئ او د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ، نو دا د بلې هرې يوې سوزېدونکې قربانۍ يا نذرانې نه ډېر غوره کار دے.“


نو زما خيال دا وو چې فلستيان دلته په ما باندې په جِلجال کښې حمله کوى، خو ما مالِک خُدائ ته سوال نۀ وو کړے او زۀ مجبور وم چې نذرانه پېش کړم.“


سموئيل ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”داسې کول بې‌وقوفى وه. تا د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک حُکم نۀ دے منلے. کۀ تا منلے وے نو هغۀ به تۀ او ستا اولاد بادشاهان جوړ کړى وئ چې همېشه دپاره په بنى اِسرائيلو حکومت وکړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan