20 ساؤل جواب ورکړو، ”خو ما د مالِک خُدائ فرمانبردارى کړې ده. زۀ لاړم لکه څنګه چې هغۀ راته فرمائيلى وُو، اجاج بادشاه مې واپس راوستلو او ټول عماليقيان مې ووژل.
تۀ وائې چې، ”زۀ صفا او بېګناه يم، زۀ معصُوم يم او په ما کښې هيڅ غلطى نشته.
ځکه چې ايُوب وئيلى دى چې زۀ بېګناه يم، او خُدائ پاک زما سره اِنصاف نۀ کوى،
”ستا په خيال دا دعوىٰ به صحيح وى، چې تۀ وائى چې د خُدائ پاک په نظر کښې زۀ صادق يم،
ولې تۀ د دې ثابِتولو کوشش کوې چې زۀ بېاِنصافه يم، او ما غلط وګڼې او خپل ځان ته صحيح ووائې؟
هغه ځوان جواب ورکړو چې، ”ما په دې ټولو عمل کړے دے خو په ما کښې د څۀ کمے دے؟“
خو هغۀ خپل ځان د صحيح ثابتولو دپاره د عيسىٰ نه تپوس وکړو چې، ”زما ګاونډى څوک دے؟“
فريسى ودرېدو او داسې دُعا يې شروع کړه، اے خُدايه پاکه، ستا شُکر دے چې زۀ د نورو خلقو په شان نۀ خو دوکه مار، نۀ بېايمانه، نۀ زناکار او نۀ لکه د هغه محصولچى په شان يم.
ځکه چې هغوئ د هغه صداقت نه ځان ناخبره کړے دے چې د خُدائ د طرفه دے، او هغوئ د خپل صداقت قائمولو کوشش کوى، او هغوئ د خُدائ پاک د صداقت تابعدارى نۀ کوى.
سموئيل ساؤل له لاړو، ساؤل ورته په خېر راغلے ووئيل او ورته يې ووئيل، ”سموئيله، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى. ما د مالِک خُدائ حُکم منلے دے.“
اوس لاړ شئ او په عماليقيانو حمله وکړئ او د هغوئ هر څۀ بېخى تباه کړئ. يو څيز هم مۀ پرېږدئ، سړى، ښځې، ماشومان او هغه ماشومان چې تے روى ووژنئ، څاروى، ګډې، اوښان او خرۀ هر څۀ ووژنئ.“
هغۀ د عماليقيانو بادشاه اجاج ژوندے ونيولو او ټول خلق يې ووژل.
تا د مالِک خُدائ د حُکم نافرمانى کړې ده ځکه چې تا عماليقيان او د هغوئ هر څۀ تباه نۀ کړل. نو نن دا ځکه مالِک خُدائ تا سره داسې کوى.