2 دا هغه څۀ دى چې ربُ الافواج يې فرمائى، چې زۀ به عماليقيانو له سزا ورکړم ځکه چې بنى اِسرائيليان چې کله د مِصر نه راتلل نو هغوئ ورته لاره نيولې وه.
جبل، عمون، عماليقيان، ورسره، صور او فلستيان.
نور به د هغوئ نه يو کس هم خپل ګاونډى ته، او يا خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چې مالِک خُدائ وپېژنه، ځکه چې د وړو نه واخله تر لويو پورې به هغوئ ټول ما پېژنى، مالِک خُدائ داسې فرمائى. زۀ به د هغوئ شرارتونه معاف کړم او د هغوئ ګناهونه به نور نۀ يادوم.“
هغوئ د دې نه ناخبره دى چې ما ته د هغوئ ټول بد عملونه ياد دى. د هغوئ ګناهونه په هر ځائ کښې څرګند دى، دا ټول ما ته ښکارى.
هغه مالِک خُدائ چې يعقوب ورباندې فخر کوى قسم وکړو چې، ”زۀ به هيڅکله هغه کارونه هېر نۀ کړم چې دوئ کړى دى.
بيا بلعام په خپله رويا کښې عماليقيان وليدل او دا پېغام يې ورکړو، ”عماليقيان د ټولو نه زيات تکړه قوم دے، خو په آخر کښې به د همېشه دپاره ورک شى.“