18 او هغۀ تۀ د دې حُکم سره دې مقصد دپاره لېږلے وې چې د عماليقيانو ګناه ګار خلق تباه کړې. هغۀ تا ته ووئيل چې تر هغې پورې ورسره جنګ وکړه چې ټول ووژنې.
چې د هغه ځائ خلق ډېر خراب او ګناهګار وُو او د مالِک خُدائ خلاف وُو.
بيا دوئ ترې راوګرځېدل او قادِس ته واپس راغلل (چې بيا په عين مِصفات مشهور شو). دوئ د عماليقيانو ټول مُلک ونيوو او اموريانو له يې شکست ورکړو چې په حصيصون تامار کښې اوسېدل.
په څلورم نسل کښې به ستا اولاد دلته واپس راشى، ځکه چې اموريانو تر اوسه پورې دومره ګناه نۀ ده کړې چې زۀ دوئ بهر کړم.“
افت په ګناهګارو خلقو نۀ راغورزيږى څۀ، او مصيبت په هغه خلقو چې څوک بدعمله وى؟
د مالِک خُدائ لارې د صادقانو پناه ګاه وى، خو د هغه خلقو دپاره تباهى وى څوک چې بدکارونه کوى.
مصيبت په ګناهګارو پسې روان وى، خو سوکالى د صادقانو اجر دے.
کله چې دا لوښى د مالِک خُدائ په قربانګاه باندې پېش کېدل نو مقدس شول. نو د دې سړو د اور لوښى واخله کوم چې د خپلې ګناه په وجه مړۀ شوى دى، وې ټکوه نرى نرى پترى شان ترې نه جوړ کړه او د قربانګاه پټولو دپاره سر ترې نه جوړ کړه. دا به د بنى اِسرائيلو دپاره د خبردارۍ يوه نښه وى.“
مونږ پېدائشى يهوديان يُو او د غېريهوديانو په شان ګناهګاران نۀ يُو.
اوس لاړ شئ او په عماليقيانو حمله وکړئ او د هغوئ هر څۀ بېخى تباه کړئ. يو څيز هم مۀ پرېږدئ، سړى، ښځې، ماشومان او هغه ماشومان چې تے روى ووژنئ، څاروى، ګډې، اوښان او خرۀ هر څۀ ووژنئ.“