Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 15:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 سموئيل جواب ورکړو، ”اګر چې تا په خپله هم يو ځل خپل ځان وړوکے ګڼلو، خو اوس تۀ د بنى اِسرائيلو د قبيلو مشر يې. مالِک خُدائ تۀ د بنى اِسرائيلو د بادشاه په توګه مقرر کړې يې،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 15:17
8 Iomraidhean Croise  

ستاسو مشرانو به چې کله هم خبرې کولې نو ټول اِسرائيليان به ريږدېدل، کۀ څۀ هم چې دوئ اهم خلق وُو بلکې بعل ته په عبادت کولو سره يې ګناه وکړه او په دې کولو سره هغوئ خپله تباهى يقينى کړه.


هر هغه څوک چې ځان د دې ماشوم په شان عاجز کړى نو هغه به په آسمانى بادشاهۍ کښې د ټولو نه لوئ وى.


جدعون ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”زۀ بنى اِسرائيليان څنګه خلاص کړم؟ د منسى په قبيله کښې د ټولو نه کمزورې قبيله زما ده او زۀ په خپل خاندان کښې د ټولو نه کشر يم.“


بيا سموئيل د زيتُونو تېلو يو لوښے واخستو او تېل يې د ساؤل په سر واړول، ساؤل يې ښُکل کړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د بادشاه په توګه مقرروى. تۀ به د هغۀ په خلقو بادشاهى کوې او د ټولو دشمنانو نه به يې بچ کوې او دا هغه نښه ده چې تۀ مالِک خُدائ خوښ کړے يې او د هغوئ بادشاه جوړ شوے يې،


نو هغوئ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”هغه سړے تر اوسه پورې دلته راغلے دے څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”ګورئ، هغه د بوجو په مينځ کښې پټ شوے دے.“


سموئيل حُکم وکړو، ”غلى شئ او غوږ ونيسئ نو زۀ به تاسو ته ووايم چې تېره شپه ما ته مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى دى.“ ساؤل ورته ووئيل، ”ما ته ووايه.“


ساؤل ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ د بنيامين د قبيلې يم، کومه چې د بنى اِسرائيلو د ټولو نه وړه قبيله وه او په قبيله کښې زما د خاندان اهميت د ټولو نه کم دے. نو بيا، تۀ زما سره داسې خبرې ولې کوې؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan