16 سموئيل حُکم وکړو، ”غلى شئ او غوږ ونيسئ نو زۀ به تاسو ته ووايم چې تېره شپه ما ته مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى دى.“ ساؤل ورته ووئيل، ”ما ته ووايه.“
خو چې کله اخياه ته پته ولګېده چې هغه په دروازه باندې راننوځى، نو هغۀ وفرمائيل، ”د يربعام ښځې دننه راشه. تۀ دا ولې ښکاره کوې چې ګنې بل څوک يې؟ ما سره ستا دپاره يو بد خبر دے.
خو اخىاب ووئيل، ”ما درته څو ځلې وئيلى دى؟ چې کله تۀ ما ته د مالِک خُدائ په نوم خبرې کوې، نو رښتيا وايه.“
بيا يشعياه بادشاه ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى،
نو بيا يرمياه پېغمبر دا پېغام د يهوداه بادشاه صدقياه ته په يروشلم کښې ورکړو.
اوس چې چرته يئ نو هم هلته ودرېږئ او زۀ به د مالِک خُدائ په مخکښې تاسو ودروم چې هغه ټول لوئ لوئ کارونه در په ياد کړم چې مالِک خُدائ ستاسو او ستاسو د پلار نيکۀ د بچ کولو دپاره کړى دى.
ساؤل جواب ورکړو، ”زما سړو دا د عماليقيانو نه اخستى دى. هغوئ ښې ګډې او څاروى ساتلى دى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته يې د نذرانې په توګه پېش کړى. او باقى ټول مو بېخى تباه کړى دى.“
سموئيل جواب ورکړو، ”اګر چې تا په خپله هم يو ځل خپل ځان وړوکے ګڼلو، خو اوس تۀ د بنى اِسرائيلو د قبيلو مشر يې. مالِک خُدائ تۀ د بنى اِسرائيلو د بادشاه په توګه مقرر کړې يې،
کله چې هغوئ د ښار سر ته ورسېدل، نو سموئيل ساؤل ته وفرمائيل، ”نوکر ته ووايه چې زمونږ نه مخکښې روان شى.“ نوکر لاړو او سموئيل خپله خبره جارى وساتله، ”لږ وخت دلته ايسار شه، نو زۀ به تا ته د خُدائ پاک د طرف نه يوه خبره وکړم.“