15 ساؤل جواب ورکړو، ”زما سړو دا د عماليقيانو نه اخستى دى. هغوئ ښې ګډې او څاروى ساتلى دى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته يې د نذرانې په توګه پېش کړى. او باقى ټول مو بېخى تباه کړى دى.“
کۀ ما خپله ګناه د نورو خلقو په شان پټه کړې وې، او غلطى مې په خپل زړۀ کښې پټه ساتلې وې،
هر هغه څوک چې په خپله ګناه باندې پرده اچوى نو دے به کامياب نۀ شى، خو هر هغه څوک چې د ګناه اعتراف وکړى او هغه بس کړى نو په هغۀ به رحم وشى.
هغۀ بيا دوئ بيتلحم ته ولېږل او ورته يې ووئيل چې، ”لاړ شئ او د هغه ماشوم په حقله پوره پوره تلاش وکړئ، او چې يې بيامومئ نو ما خبر کړئ چې زۀ هم ورشم او ورته سجده وکړم.“
خو هغۀ خپل ځان د صحيح ثابتولو دپاره د عيسىٰ نه تپوس وکړو چې، ”زما ګاونډى څوک دے؟“
سموئيل حُکم وکړو، ”غلى شئ او غوږ ونيسئ نو زۀ به تاسو ته ووايم چې تېره شپه ما ته مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى دى.“ ساؤل ورته ووئيل، ”ما ته ووايه.“
خو زما سړو چې کومې ښې ګډې او څاروى نيولى وُو هغه يې ونۀ وژل، په ځائ د دې يې هغه دلته جِلجال ته راوستل چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته يې د نذرانې په توګه پېش کړى.“
خو ساؤل او د هغۀ سړو د اجاج ژوند بچ کړو او ښې ګډې، څاروى او څورب سخى او ګډُورى يې ونۀ وژل او داسې نور ښۀ څيزونه يې هم تباه نۀ کړل، هغوئ صِرف هغه څيزونه تباه کړل چې کمزورى او بېکاره وُو.