اول سموئيل 15:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 سموئيل ساؤل ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ زۀ رالېږلے يم چې تا د هغۀ د خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړم. نو د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسه. Faic an caibideil |
بيا سموئيل د زيتُونو تېلو يو لوښے واخستو او تېل يې د ساؤل په سر واړول، ساؤل يې ښُکل کړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د بادشاه په توګه مقرروى. تۀ به د هغۀ په خلقو بادشاهى کوې او د ټولو دشمنانو نه به يې بچ کوې او دا هغه نښه ده چې تۀ مالِک خُدائ خوښ کړے يې او د هغوئ بادشاه جوړ شوے يې،