9 کۀ هغوئ مونږ ته ووائى چې تر هغې پورې هلته ايسار شئ چې مونږ درورسېږو، نو بيا چې مونږ چرته يُو هلته به اِنتظار وکړُو.
چې هغوئ څۀ وائى نو تۀ به هغه واورې او تا ته به د حملې کولو حوصله مِلاو شى.“ نو جدعون او د هغۀ نوکر فوراه د دشمنانو د خېمو غاړې ته لاړل.
خو کۀ هغوئ مونږ ته ووائى چې راشئ، نو مونږ به ورشُو، ځکه چې دا به د هغه فتحې نښه وى چې مالِک خُدائ مونږ له په هغوئ باندې راکړې ده.“
يونتن ورته ووئيل، ”ټيک ده. مونږ به هغه بل طرف ته واوړُو او پرېږده چې فلستيان مونږ ووينى.