7 زلمى ورته ووئيل، ”تۀ چې څۀ هم کول غواړې، نو په هر کار کښې زۀ درسره يم.“
هغوئ جواب ورکړو، ”بادشاه سلامت، آو، تۀ چې څۀ وائې نو مونږ د هغې کولو ته تيار يُو.“
ناتن ورته وفرمائيل، ”چې څۀ دې په زړۀ کښې وى نو هم هغه شان وکړه، ځکه چې مالِک خُدائ ستا مل دے.“
ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے،
دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، ”په هغه ورځو کښې به لس سړى د ټولو ژبو او قومونو نه هر يو د يو يهودى د چُوغې لمنه کلکه ونيسى او وائى به، مونږ پرېږده چې تا سره لاړ شُو، ځکه چې مونږ اورېدلى دى چې مالِک خُدائ ستا مل دے.“
نو هغۀ زر هغه زلمے راوغوښتلو کوم چې د هغۀ وسله وړله او حُکم يې ورکړو، ”خپله تُوره راوباسه او ما ووژنه. زۀ دا نۀ غواړم چې څوک ووائى چې زۀ يوې ښځې وژلے يم.“ نو هغه زلمى ترې نه تُوره په بل طرف وويستله او هغه مړ شو.
کله چې دا نښې وشى نو تاسو هغه څۀ وکړئ چې څۀ مناسب وى، ځکه چې خُدائ پاک ستاسو مل دے.
يونتن هغه وسله وړُونکى زلمى ته ووئيل، ”راځه چې د هغه ناسنته خلقو قلعې ته ورواوړُو. کېدے شى چې مالِک خُدائ زمونږ مدد وکړى، مالِک خُدائ د ډېرو يا د لږو خلقو په ذريعه هم خلاصون ورکولے شى او داسې يو څيز هم نشته چې هغه رايسار کړى.“
يونتن ورته ووئيل، ”ټيک ده. مونږ به هغه بل طرف ته واوړُو او پرېږده چې فلستيان مونږ ووينى.