5 يو د درې په شمال طرف باندې وو، چې مخ يې مِکماس ته وو او بل په جنوبى طرف باندې وو چې مخ يې جبعې ته وو.
د هغۀ نور نهۀ زامن هم وُو: اِبحار، اليسوع، اليفلط،
د دشمن لښکر د عيات ښار قبضه کړے دے. هغوئ د مجرون نه تېر شوى دى. او هغوئ خپل سامانونه په مِکماس کښې پرېښى دى.
هغوئ د درې نه اوړېدلى دى او شپه به په جبعه کښې تېروى. د راما په ښار کښې خلق يرېدلى دى او د ساؤل بادشاه د ښار جبعې خلق تښتېدلى دى.
خو سموئيل وفرمائيل، ”تا څۀ کړى دى؟“ ساؤل جواب ورکړو، ”خلق زما نه تلل، خو چې تا څنګه فرمائيلى وُو نو تۀ په مقرر وخت رانۀ غلې، د دې نه علاوه، فلستيان په مِکماس کښې د جنګ دپاره راغونډيږى.
ساؤل درې زره سړى خوښ کړل، دوه زره يې د ځان سره په مِکماس کښې او د غرونو مُلک بيتايل کښې وساتل او زر سړى يې د خپل زوئ يونتن سره جبعې ته ولېږل چې د بنيامين د قبيلې علاقه ده. باقى پاتې سړى ساؤل کورونو ته ولېږل.
فلستيانو د فوجيانو يوه ډله ولېږله چې د مِکماس د درې حِفاظت وکړى.
يونتن په فلستيانو حمله وکړه او په جبعه کښې يې د هغوئ قلعه تباه کړه او ټول فلستيان د دې نه خبر شول. بيا ساؤل پېغام وړُونکى ولېږل چې عبرانيان د جنګ دپاره راوغواړى او په ټول مُلک کښې يې د خبردارى دپاره بيګلې وغږولې.
په هغه ورځ بنى اِسرائيلو د مِکماس نه تر ايالون پورې فلستيان ووژل او لښکر ډېر سخت ستړے وو،
د مِکماس په دره کښې، چې د کومې نه يونتن تېرېدو چې فلستيانو قلعې ته ورسيږى، هلته دوه لوئې کَمَرې وې، چې د درې په دواړو طرفونو باندې يو يو وو. د يو کَمَر نوم بوصيص وو او د بل سنه وو.
يونتن هغه وسله وړُونکى زلمى ته ووئيل، ”راځه چې د هغه ناسنته خلقو قلعې ته ورواوړُو. کېدے شى چې مالِک خُدائ زمونږ مدد وکړى، مالِک خُدائ د ډېرو يا د لږو خلقو په ذريعه هم خلاصون ورکولے شى او داسې يو څيز هم نشته چې هغه رايسار کړى.“