48 هغۀ په بهادرۍ سره جنګ وکړو او عماليقيانو له يې هم شکست ورکړو. هغۀ بنى اِسرائيليان د دشمن د ټولو حملو نه بچ کول.
د يونتن لينده د مرګ وه، د ساؤل تُوره بېرحمه وه، طاقتور يې غورزول او دشمن يې وژلو.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا فتح د ياد ساتلو دپاره د ځان سره وليکه. يشوَع ته دا واوروه چې زۀ به عماليقيان مکمل تباه کړم.“
بيا عماليقيان راغلل او په رفيديم کښې يې په بنى اِسرائيلو باندې حمله وکړه.
نو چې کله مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغه مُلک تاسو له درکړى او د خپلو ټولو دشمنانو نه مو بچ کړى چې ستاسو نه ګېرچاپېره اوسيږى، نو ګورئ چې ټول عماليقيان ووژنئ، نو د آسمان لاندې به هيڅ څوک نور هغوئ نۀ يادوى. دا کار مۀ هېروئ.
بيا مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو باندې قاضيان مقرر کړل او دې قاضيانو د ډاکوانو نه خلاص کړل.