مالِک خُدائ د داؤد سره لوظ وکړو چې هغه به د ساؤل او د هغۀ د اولاد نه بادشاهى واخلى او داؤد به د بنى اِسرائيلو او د يهوداه دواړو قبيلو بادشاه جوړ کړى، هغه به د مُلک د يو سر نه تر بل سر پورې بادشاه وى. نو مالِک خُدائ دې ما ووهى کۀ ما دا خبره رښتيا نۀ کړه.“
عيلى ترې نه تپوس وکړو، ”مالِک خُدائ تا ته څۀ وفرمائيل؟ زما نه يوه خبره هم مۀ پټوه. خُدائ پاک به تا له سخته سزا درکړى کۀ تا ما ته هغه هر څۀ ونۀ فرمائيل چې څۀ درته هغۀ فرمائيلى دى.“