43 نو ساؤل د يونتن نه تپوس وکړو، ”تا څۀ کړى دى؟“ يونتن ورته وفرمائيل، ”زما سره چې کومه امسا وه د هغې سره مې لږ شان شات خوړلى دى نو زۀ د دې په وجه د مرګ حقدار يم؟“
يشوَع هغۀ ته وفرمائيل، ”زما زويه، د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په وړاندې اِقرار وکړه او رښتيا ووايه. اوس ما ته ووايه چې تا څۀ کړى دى. زما نه د پټولو کوشش مۀ کوه.“
خو يونتن خبر نۀ وو چې د هغۀ پلار د خلقو نه قسم اخستے دے، نو هغۀ چې کومه امسا ګرځوله هغه يې وروړله، د دې سر يې د شاتو په ګبين کښې ډُوب کړو او لږ يې وخوړل. او هغه سمدستى تازه دم شو.
نو ساؤل خلقو ته وفرمائيل، ”زما او زما د زوئ يونتن دپاره پچه واچوئ.“ او پچه د يونتن په نوم راووتله.