اول سموئيل 14:42 - Pakistani Yousafzai Pashto42 نو ساؤل خلقو ته وفرمائيل، ”زما او زما د زوئ يونتن دپاره پچه واچوئ.“ او پچه د يونتن په نوم راووتله. Faic an caibideil |
ساؤل مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته ووئيل، ”مالِکه خُدايه، تا نن ما له جواب ولې رانۀ کړو؟ مالِکه خُدايه، اے د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، د دې پاکو کاڼو په ذريعه ما له جواب راکړه. کۀ غلطى زما يا د يونتن وى نو د اُوريم په ذريعه جواب راکړه، خو کۀ دا ستا د خلقو بنى اِسرائيلو غلطى وى نو د تميم په ذريعه جواب راکړه.“ نو جواب يې يونتن او ساؤل وُو او خلق خلاص شول.