اول سموئيل 14:41 - Pakistani Yousafzai Pashto41 ساؤل مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته ووئيل، ”مالِکه خُدايه، تا نن ما له جواب ولې رانۀ کړو؟ مالِکه خُدايه، اے د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، د دې پاکو کاڼو په ذريعه ما له جواب راکړه. کۀ غلطى زما يا د يونتن وى نو د اُوريم په ذريعه جواب راکړه، خو کۀ دا ستا د خلقو بنى اِسرائيلو غلطى وى نو د تميم په ذريعه جواب راکړه.“ نو جواب يې يونتن او ساؤل وُو او خلق خلاص شول. Faic an caibideil |