Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 14:39 - Pakistani Yousafzai Pashto

39 زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم، څوک چې بنى اِسرائيلو له فتح ورکوى، چې ګناه ګار به ووژلے شى، کۀ هغه زما زوئ يونتن هم وى.“ خو هيچا هيڅ هم ونۀ وئيل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 14:39
10 Iomraidhean Croise  

داؤد هغه مالداره سړى ته سخت غصه شو او ورته يې ووئيل، ”زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې کوم سړى دا کړى وى نو هغه د مرګ لائق دے.


وروستو بادشاه يوآب ته وفرمائيل، ”تۀ چې څۀ غواړې نو ما د هغې د کولو فېصله کړې ده. لاړ شه او هغه زلمے ابى‌سلوم ولټوه او واپس يې دلته راوله.“


د صادق او د بدعمله، د ښۀ او د بد، د پاک او د ناپاک، هغه خلق چې خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کوى يا هغه خلق چې قربانۍ نۀ پېش کوى، ټولو سره قسمت يو شان معامله کوى. د يو ښۀ کس او د ګناهګار يو شان اَنجام وى، د قسم خوړلو والا او د قسم نۀ خوړلو والا دواړو يو منزل دے.


بنى اِسرائيليان په هغه ورځ د لوږې نه کمزورى شوى وُو، ځکه چې ساؤل قسم سره دا حُکم کړے وو، ”په هغه کس دې لعنت وى چې څوک نن د ماښام نه مخکښې څۀ وخورى چې تر کومې ما د خپلو دشمنانو نه بدل نۀ وى اخستے.“ نو ټوله ورځ د لښکر يو کس هم څۀ ونۀ خوړل.


نو ساؤل هغوئ ته ووئيل، ”تاسو ټول هلته ودرېږئ، زۀ او يونتن به دلته ودرېږو.“ هغوئ جواب ورکړو، ”څۀ چې درته ښۀ ښکارى نو هم هغه وکړه.“


ساؤل هغۀ ته وفرمائيل، ”کۀ تۀ ونۀ وژلے شوې نو خُدائ پاک دې ما ووژنى.“


نو ساؤل د يونتن خبره ومنله او د ژوندى مالِک خُدائ په نوم يې قسم وکړو چې داؤد به نۀ وژنى.


تا ته دا پته نۀ لګى څۀ چې تر کومې پورې داؤد ژوندے وى، نو تۀ به هيڅکله د دې مُلک بادشاه نۀ شې؟ اوس لاړ شه او هغه دلته راوله، هغه به خامخا وژلے شى.“


بادشاه ورته ووئيل، ”اخيمُلکه، تۀ او ستا ټول خپلوان به وژلے شې.“


بيا ساؤل قسم وخوړو او ورته يې ووئيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم دا لوظ کوم چې د داسې کولو په وجه به تا ته سزا نۀ ملاويږى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan