38 بيا ساؤل د خلقو مشرانو ته ووئيل، ”دلته راشئ او دا معلومه کړئ چې نن دا ګناه څنګه شوې ده.
خو هغوئ ورته ووئيل، ”تۀ به مونږ سره نۀ ځې، کۀ زمونږ باقى ټول کسان واپس شى او وتښتى نو په دشمن به څۀ فرق پرې نۀ وځى، يا کۀ زمونږ نيم کسان هم ووژلے شى، خو تۀ زمونږ د لسو زرو نه ښۀ يې. ښۀ به دا وى چې تۀ په ښار کښې ايسار شې او مونږ له مدد رالېږې.“
د دُنيا حکمرانان رايوځائ شوى دى، د اِبراهيم د خُدائ خلق ورسره دى، د دُنيا ټول بادشاهان د خُدائ پاک دى، نو ځکه د هغۀ په هر ځائ کښې ډېر عزت کيږى.
د يهوداه نه به د ګوټ کاڼے، د خېمې موږے، د جنګ لينده جوړه شى، د هغې نه به هر يو حکمران راشى.
زۀ راتلونکے وخت وينم، زۀ د بنى اِسرائيلو قوم وينم. د روښانه ستورى په شان، په دې قوم کښې به يو بادشاه پېدا شى. دا ستورے به د بنى اِسرائيلو نه راشى. هغه به د موآب مشران هلاک کړى او هغه به د شيث ټول اولاد تباه کړى.
بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو چرې په صحيفو کښې دا نۀ دى وئيلى چې، ”کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړو، هم هغه د ګوټ سر کاڼے شو. دا د مالِک خُدائ له خوا وشو، او دا زمونږ په نظر کښې عجيبه ښکارى.“
نو تاسو د رسولانو او نبيانو په بنياد ودان کړے شوى يئ چې عيسىٰ مسيح يې په خپله د ګوټ سر کاڼے دے.
بنى اِسرائيلو ګناه کړې ده. هغوئ زما سره هغه لوظ مات کړے دے چې ما ورته حُکم کړے وو چې دوئ به يې نۀ ماتوى. هغوئ د هغه څيزونو نه څۀ اخستى دى چې کوم وقف کولے شول. هغوئ هغه پټ کړل، د هغې په حقله يې دروغ ووئيل او د خپل سامان سره يې کېښودل.
نو په دې وجه بنى اِسرائيل د خپلو دشمنانو مقابله نۀ شى کولے. هغوئ د خپلو دشمنانو نه په شا شول ځکه چې هغوئ په خپله اوس د تباهۍ حقدار دى. زۀ به تر هغې پورې نور ستاسو مل نۀ يم چې تاسو هغه وقف شوى څيزونه تباه کړى نۀ وى چې کوم تاسو سره دى.
د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو مشران د خُدائ پاک د خلقو په دې غونډه کښې حاضر وُو او هلته څلور لاکه فوجيان د تُورو سره ولاړ وُو.