داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ په فلستيانو حمله وکړم څۀ؟ تۀ به ما له فتح راکړې څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، حمله پرې وکړه، زۀ به تا له فتح درکړم.“
کله چې هغه د بادشاه په مخکښې حاضر شو، نو بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”ميکاياه، ما او يهوسفط له په راماتجِلعاد باندې حمله کول په کار دى او کۀ نه؟“ ميکاياه ورته د چل سره ووئيل، ”آو، حمله ورباندې وکړئ، بېشکه تاسو به بريالى شئ. مالِک خُدائ به تاسو له فتح درکړى.“
”اے بنى آدمه، د اِسرائيل د مشرانو سره خبرې وکړه او ورته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، آيا تاسو راغلى يئ چې زما نه معلومات حاصل کړئ؟ زما دې په خپل ذات قسم وى، زۀ به تاسو ته معلومات درنۀ کړم. قادر مطلق مالِک خُدائ فرمائى.