35 ساؤل مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه، دا وړومبۍ قربانګاه وه چې هغۀ جوړه کړه.
بيا هغۀ مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه او سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې يې پېش کړې. مالِک خُدائ د هغۀ سوال قبول کړو او په بنى اِسرائيلو کښې وبا بنده شوه.
بنى اِسرائيلو خپل خالِق هېر کړے دے او شاهى محلونه يې جوړ کړى دى، او يهوداه د پَخو دېوالونو ډېر ښارونه جوړ کړى دى. خو زۀ به د هغوئ په ښارونو اور نازل کړم او هغه به د هغوئ محلونه وسوزوى.“
هغوئ به په ظاهره د ديندارۍ نمائش کوى خو په زړۀ کښې به يې يقين نۀ وى. د داسې خلقو نه ځان ساته.
تاسو خُدائ پاک ته رانزدې شئ او هغه به تاسو ته رانزدې شى. اے ګناهګارانو، خپل لاسونه د بدو کارونو نه صفا کړئ او اے دوه زړيو خلقو، خپل زړونه پاک کړئ.
بل سحر وختى خلقو هلته يو قربانګاه جوړه کړه او د سلامتۍ نذرانې او سوزېدونکې نذرانې يې پېش کړې.
جدعون هلته مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه او ”مالِک خُدائ خېر دے“ نوم يې پرې کېښودو. دا تر اوسه پورې په عفره کښې ولاړه ده چې دا د ابيعزر د قبيلې ده.
بيا هغۀ يو بل حُکم ورکړو، ”خلقو له ورشئ او ټولو ته ووايئ چې خپل څاروى او ګډې دلته راولى. هغوئ به يې حلال کړى او دلته به يې وخورى، هغوئ دې د مالِک خُدائ خِلاف داسې ګناه نۀ کوى چې هغه غوښه وخورى چې وينه لا په کښې وى.“ نو په هغه شپه هغوئ ټولو خپل څاروى راوستل او هلته يې حلال کړل.
بيا سموئيل يو کاڼے واخستلو او د مصفاه او شين په مينځ کښې يې ولګولو او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ زمونږ هر قِسم مدد کړے دے.“ او په دې باندې يې ”د مدد کاڼے“ نوم کېښودو.
بيا به هغه واپس په راما کښې خپل کور ته تلو، هلته يې هم د قاضى په توګه خِدمت کولو. هغۀ په راما کښې مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه هم جوړه کړې وه.
سموئيل يو داسې ګډُورے حلال کړو چې مور يې رودله او د يوې نذرانې په توګه يې ټول مالِک خُدائ ته وسوزولو. بيا يې مالِک خُدائ ته دُعا وکړه چې د بنى اِسرائيلو مدد وکړى او مالِک خُدائ د هغۀ دُعا واورېده.