29 يونتن ورته په جواب کښې ووئيل، ”زما پلار زمونږ د خلقو سره څۀ بد کار کړے دے. ګورئ، ما لږ شات وخوړل او څومره تازه دم شوم.
الياس ورته وفرمائيل، ”زۀ شرير نۀ يم، بلکې تۀ او ستا د پلار خاندان شرير دے. تۀ د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى کوې او د بعل د بُتانو عبادت کوې.
مالِکه زما خُدايه، راشه ما له جواب راکړه. سترګې مې روښانه کړه ګنې مړ به شم،
او يشوَع وفرمائيل، ”تا ولې په مونږ داسې سخت تکليف راوستے دے؟ اوس به مالِک خُدائ په تا تکليف راولى.“ بيا ټولو خلقو عکن سنګسار کړو او مړ شو. هغوئ د هغۀ خاندان سنګسار کړل او هغوئ يې سره د هر څۀ وسوزل.
خو يو سړى ووئيل، ”مونږ ټول د لوږې نه کمزورى يُو، خو ستا پلار زمونږ نه قسم اخستے دے هغۀ وئيلى دى چې نن څوک هم څۀ وخورى نو په هغۀ دې لعنت وى.“
نن به دا څومره ښۀ وه چې زمونږ خلقو هغه خوراک خوړلے وے چې دشمنانو نه يې د شکست په وخت واخستو. تاسو سوچ وکړئ چې هغوئ به نور څومره فلستيان وژلى وے.“