28 خو يو سړى ووئيل، ”مونږ ټول د لوږې نه کمزورى يُو، خو ستا پلار زمونږ نه قسم اخستے دے هغۀ وئيلى دى چې نن څوک هم څۀ وخورى نو په هغۀ دې لعنت وى.“
بنى اِسرائيليان په هغه ورځ د لوږې نه کمزورى شوى وُو، ځکه چې ساؤل قسم سره دا حُکم کړے وو، ”په هغه کس دې لعنت وى چې څوک نن د ماښام نه مخکښې څۀ وخورى چې تر کومې ما د خپلو دشمنانو نه بدل نۀ وى اخستے.“ نو ټوله ورځ د لښکر يو کس هم څۀ ونۀ خوړل.
خو يونتن خبر نۀ وو چې د هغۀ پلار د خلقو نه قسم اخستے دے، نو هغۀ چې کومه امسا ګرځوله هغه يې وروړله، د دې سر يې د شاتو په ګبين کښې ډُوب کړو او لږ يې وخوړل. او هغه سمدستى تازه دم شو.
يونتن ورته په جواب کښې ووئيل، ”زما پلار زمونږ د خلقو سره څۀ بد کار کړے دے. ګورئ، ما لږ شات وخوړل او څومره تازه دم شوم.
نو ساؤل د يونتن نه تپوس وکړو، ”تا څۀ کړى دى؟“ يونتن ورته وفرمائيل، ”زما سره چې کومه امسا وه د هغې سره مې لږ شان شات خوړلى دى نو زۀ د دې په وجه د مرګ حقدار يم؟“