27 خو يونتن خبر نۀ وو چې د هغۀ پلار د خلقو نه قسم اخستے دے، نو هغۀ چې کومه امسا ګرځوله هغه يې وروړله، د دې سر يې د شاتو په ګبين کښې ډُوب کړو او لږ يې وخوړل. او هغه سمدستى تازه دم شو.
زما زويه، شهد خوره، ځکه چې دا ښۀ څيز دے، د ګبين د شهدو خوند خوږ وى.
کۀ يو صادق انسان د بدکاره په سازش کښې راشى نو هغه بيا د ګنده چينې او يا خراب کوهى په شان وى.
خو يو سړى ووئيل، ”مونږ ټول د لوږې نه کمزورى يُو، خو ستا پلار زمونږ نه قسم اخستے دے هغۀ وئيلى دى چې نن څوک هم څۀ وخورى نو په هغۀ دې لعنت وى.“
يونتن ورته په جواب کښې ووئيل، ”زما پلار زمونږ د خلقو سره څۀ بد کار کړے دے. ګورئ، ما لږ شات وخوړل او څومره تازه دم شوم.
نو ساؤل د يونتن نه تپوس وکړو، ”تا څۀ کړى دى؟“ يونتن ورته وفرمائيل، ”زما سره چې کومه امسا وه د هغې سره مې لږ شان شات خوړلى دى نو زۀ د دې په وجه د مرګ حقدار يم؟“
څۀ اوچ اينځر او دوه موټى کشمش يې هم ورله ورکړل. کله چې هغۀ خوراک وکړو، نو هغه بيا تکړه شو، د هغۀ سره پوره درې ورځې د خوراک څښاک هيڅ هم نۀ وُو.