25 ټول لښکر ځنګل ته دننه شو او په زمکه باندې په هر ځائ کښې د شاتو ګبينونه وُو.
نو زۀ لاندې راغلے يم چې هغوئ د مِصريانو نه خلاص کړم او چې هغوئ د مِصر نه بهر يو ښۀ، کولاو او زرخېز مُلک ته بوځم، چرته چې اوس کنعانيان، حِتيان، اموريان، فرزيان، حِويان او يبوسيان اوسيږى.
کۀ چرې تا ته شهد مِلاو شى نو ضرورت نه زيات مۀ خوره، په زيات خوړلو به دا قے کړې.
هغوئ موسىٰ ته ووئيل، ”مونږ هغه مُلک وکتلو چې زرخېز او آباد وو او دا يې لږه شان مېوه ده.
ګنې، مِصريان به ووائى چې تۀ د دې جوګه نۀ يې چې خپل خلق هغه مُلک ته بوځې چې د هغوئ سره دې وعده کړې ده. هغوئ به ووائى چې تا خپل خلق بيابان ته د دې دپاره بوتلل چې هغوئ ووژنې، ځکه چې تا د هغوئ نه نفرت کولو.
هغۀ شات د لاسونو سره راوويستل او په روانه کښې يې خوړل. بيا هغۀ خپل مور او پلار له هم يوړل او لږ يې ترې نه ورکړل او هغوئ هم وخوړل، خو سمسون ونۀ فرمائيل چې دا شات يې د مړ ازمرى نه راويستلى دى.
بنى اِسرائيليان په هغه ورځ د لوږې نه کمزورى شوى وُو، ځکه چې ساؤل قسم سره دا حُکم کړے وو، ”په هغه کس دې لعنت وى چې څوک نن د ماښام نه مخکښې څۀ وخورى چې تر کومې ما د خپلو دشمنانو نه بدل نۀ وى اخستے.“ نو ټوله ورځ د لښکر يو کس هم څۀ ونۀ خوړل.
کله چې هغوئ ځنګل ته وردننه شول، هغوئ وليدل چې شات رابهېدل، خو هيچا هم ونۀ خوړل ځکه چې هغوئ ټول د ساؤل د لعنت نه يرېدل.