کله هم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له يو قاضى ورکړو، نو مالِک خُدائ به د هغه قاضى مل وو او خلق به يې د خپلو دشمنانو نه بچ کول چې تر کومې به هغه قاضى ژوندے وو. نو مالِک خُدائ به په هغوئ رحم کولو ځکه هغوئ د خپلو تکليفونو او مصيبتونو لاندې فرياد کولو.
”سبا تقريباً په دې وخت به زۀ د بنيامين د قبيلې يو سړے تا له درولېږم، د هغۀ سر په تېلو غوړ کړه چې هغه زما د خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه شى. او هغه به هغوئ د فلستيانو نه خلاص کړى. ما د خپلو خلقو تکليف ليدلے دے او د هغوئ فرياد مې اورېدلے دے.“