19 کله چې ساؤل اِمام ته خبرې کولې نو د فلستيانو په قلعه کښې وارخطائى نوره هم زياتېده، نو ساؤل هغۀ ته ووئيل، ”مالِک خُدائ سره د مشورې دپاره وخت نشته.“
خو هغوئ هغه هر څۀ زر هېر کړل کوم چې خُدائ پاک د دوئ دپاره کړى وُو، او د هغۀ د نصيحت انتظار يې ونۀ کړو.
نو مالِک خُدائ پاک داسې فرمائى، ”زۀ په صيون کښې يو داسې بنياد ږدم چې کلک او مضبوط وى. په هغې کښې زۀ د ګوټ يو قيمتى کاڼے لګوم چې په هغې باندې دا ليکلى وى، ”څوک چې ايمان لرى نو هغه به نۀ وارخطا کيږى.“
د فېصلې کولو دپاره به هغه د اِلىعزر اِمام نه مشوره اخلى او اِلىعزر به اُوريم او تميم زما رضا معلومولو دپاره استعمالوى. نو اِلىعزر به د يشوَع او د بنى اِسرائيلو د ټول قوم په هر څيز کښې لار ښودنه کوى.“
بنى اِسرائيلو د هغوئ څۀ روټۍ واخستله، خو هغوئ د مالِک خُدائ سره د دې په حقله مشوره ونۀ کړه.
خو سموئيل وفرمائيل، ”تا څۀ کړى دى؟“ ساؤل جواب ورکړو، ”خلق زما نه تلل، خو چې تا څنګه فرمائيلى وُو نو تۀ په مقرر وخت رانۀ غلې، د دې نه علاوه، فلستيان په مِکماس کښې د جنګ دپاره راغونډيږى.
بيا هغه او د هغۀ سړى د فلستيانو خِلاف جنګ له روان شول، فلستيان دومره په پرېشانۍ کښې وُو چې د يو بل خِلاف جنګېدل.
بنى اِسرائيليان په هغه ورځ د لوږې نه کمزورى شوى وُو، ځکه چې ساؤل قسم سره دا حُکم کړے وو، ”په هغه کس دې لعنت وى چې څوک نن د ماښام نه مخکښې څۀ وخورى چې تر کومې ما د خپلو دشمنانو نه بدل نۀ وى اخستے.“ نو ټوله ورځ د لښکر يو کس هم څۀ ونۀ خوړل.
داؤد د اخيمُلک زوئ ابياتار اِمام ته وفرمائيل، ”پېش بند ما له راوړه.“ نو ابياتار ورله پېش بند وروړو.